1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دين ته د سپکاوي تورونه: آيا عمران خان له خطر سره مخامخ دی؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

منتقدين وايي د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو پر ضد اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تورونه کولای شي نه يوازې د هغوی بلکې د هغوی د کورنيو د غړيو ژوند ته هم ګواښ پيښ کړي.

https://p.dw.com/p/4Ao2Y
Pakistan | Imran Khan Demonstration in Lahore
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د عمران خان پر ضد تېره اونۍ اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي مقدمه درج شوې ده چې دا کار د هغه د پلويانو له خوا په کلکو ټکو وغندل شو او داسې انديښنې یې پارولي چې کيدای شي دغه کار په هېواد کې د ژور سياسي ويش باعث وګرځي.

پر نوموړي او ګوند یې دين ته د سپکاوي دا تورونه هغه وخت ولګيدل کله چې نوی لومړی وزير شهباز شريف په مدينه منوره کې د اسلام د پيغمبر په روضه د ځينو پاکستاني زاهرينو له خوا وښکنځل شو.

د شهباز شريف پلويان تور لګوي چې دغو کسانو د خان د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تړاو درلود. تر دې وروسته پاکستاني چارواکو پر عمران خان دين ته د سپکاوي تور ولګاوه.

په ټولنیزو رسنيو کې يو شمير ويديوګانې هم لاس په لاس کيږي چې په هغه کې د شهباز شريف سره مله پلاوي غړيو پسې په نبوي مسجد کې د «غدار» او «غله» نعرې وهل کيږي.

دې پېښې په پاکستان کې سخته غوسه پارولې ده او يو شمير عالمانو ويلي دي چې په دغه ډول يوه مقدس مذهبي ځای کې نعرې وهل او شعارونه ورکول مسجد او اسلام ته سپکاوی دی.

سعودي چارواکو هم ويلي چې په پېښه کې د ښکيلتيا په تور یې يو شمير پاکستانيان نيولي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله د عمران خان پر ضد اسلامي مقدساتو د سپکاوي له تورونو څخه دفاع کړې او هوډ یې څرګند کړی دی چې د دې پېښې مسئولین به د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي همدا راز وويل چې که د پېښې سره یې د تړاو شواهد وموندل شي نو کيدای شي پخوانی لومړی وزير او هغه د ملګري به ونیول شي. 

خو عمران خان او د هغه پلويان اسلام ته د سپکاوي تورونه ردوي او دا د «خندا وړ» بولي او د اسلام آباد سترې محکمې څخه یې د دې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې محکمه به د می میاشت پر نهمه نیټه د دې قضیې سماعت وکړي.

د دې قضیې د وسلې په توګه کارول؟

انتقاد کوونکي خبرداری ورکوي چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي دا تورونه ښايي نه يوازې د عمران خان او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړيو ژوند ته ګواښ پيښ کړي بلکې د هغوی د کورنيو د غړيو ژوند هم ګواښلی شي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون څخه اسد بټ وايي: «د عوامي غونډو پر وخت به د دې مشرانو ژوندونونه له سخت خطر سره مخامخ وي چېرې چې هر مذهبي تندلاری هغوی په نخښه کولی شي.» نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چارواکي بايد دغه تورونه په سملاسي توګه لغوه کړي.

د حقونو د څار ډلو هم له حکومت څخه غوښتنه کړې چې دين ته د سپکاوي تورونه دی د «وسلې» په توګه نه کاروي.

د دغه ډلې پر تويتر پاڼه ليکل شوي: «هیڅ حکومت او يا سياسي ګوند نه شي کولی چې د خپلو مخالفينو پر وړاندې دين ته د سپکاوي تورونه د وسلې په توګه وکاروي.«

يوه حساسه موضوع

اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي موضوع په دغه اسلامي هېواد کې يوه ډېره حساسه موضوع ده چېرې چې اسلام او يا د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور چې ثابت شوی هم لا نه وي، انسانان وژل کيږي.

په دسمبر میاشت کې د سيالګوټ په يوه فابريکه کې يو سريلنکايي وګړی اسلام ته په سپکاوي شکمن د خلکو له خوا تر وهلو ډبلو وروسته ووژل شو.

پاکستان: يو بهرنی وګړی دين ته د سپکاوي په تور وژل شوی

په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان ته تر جوړيدو وروسته د بريتانوي مستعمرې د وخت دين ته د سپکاوي قانون په میراث کې پاتی شوی وو.

په وروستيو کې لسیزو کې د پاکستان پوځي ديکتاتور مشر جنرال ضياء الله حق د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۸ ترمنځ کلونو کې دغه قانون پسې پراخ کړ چې په هغه کې قرآن پاک ته د سپکاوي کوونکي له پاره د بند سزا هم په نظر کې نيول شوې وه. وروسته بيا د اسلام پيغمیر ته د سپکاوي له کبله د مرګ سزا هم وټاکل شوه.   

په پاکستان کې حقوقي ډلې او د بشري حقونو فعال په دې آند دی چې له دې قوانينو څخه ناوړه استفاده کیږي او زياتره د شخصي غچ اخيستې په موخه کارول کيږي. هغوی غوښتنه کوي چې له دې قوانينو څخه د ناوړه استفاده مخه باید ونيول شي.

ب. ص/ ا.ا (S Khan)