1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا- پاکستان په ټول هیواد کې نه ورځنی ګرځبنديز اعلان شو

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبه

پاکستان د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په دغه هیواد کې د نهو ورځو لپاره پر سفرونو او توريستي ځایونو ته پر ورتلو بنديز ولګاوه. دغه بنديز د شنبې په ورځ وضع شوی چې کوچنی اختر هم په همدغو نهو ورځو په جریان کې راځي.

https://p.dw.com/p/3t8hr
Pakistan Corona-Pandemie Peshawar
انځور: Hussain AliPacific Press Agency/imago images

پاکستان د تیر کال په اپريل میاشت کې هم د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی له پاره يوه میاشت لک ډاون وضع کړی وو. نوی بندیز په داسې حال کې اعلان شوی چې هند سره پر پوله د کرونا مخ په ډيریدونکو پيښې د یو بحران د رامنځ ته کیدو اندیښنې ډيرې کړې دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د پاکستان د پلان وزير اسد عمر پر ټويټر ليکلي دي: «دغه اقدامات په سیمه کې د ويروس د نوو بڼو د خپريدو له کبله چې نهایي خطرناک وضعيت يې رامنځ ته کړی، اړين دي.»

په ټول پاکستان کې د خلکو تګ راتګ او له توریستي ځایونو څخه ليدنه د ګڼې ګوڼې د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي. پاکستان د تیر کال اختر لمانځلو يوه اوونۍ وروسته د کرونا د مثبتو پيښو د لوړو ارقامو شاهد وګرځيد.

دغه اعلان سره به د پاکستان سوداګري، هوټلونه، رستورانټونه، مارکيټونه او پارکونه وتړل شي او په عین حال کې به د ايالتونو تر منځ به د عامه ترانسپورت تګ راتګ هم ودرول شي. له اعلان شوو محدودیتونو څخه د ښه نظارت په موخه د پاکستان پوځ منسجم شوی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د دې ټولو سره سره به مسجدونه په خپل حال پرانیستې پاتې وي. په ځانګړې توګه له کله چې په هندوستان کې کرونا زور اخیستی دی، په پاکستان کې د ډکو مسجدونو په اړه د يو شمیر خلکو اندیښنې ډيرې شوي دي. د رمضان په میاشت کې د پاکستان مسجدونه هره شپه له لمونځ کونکو څخه ډک وي په داسې حال کې چې په لمونځ کونکو کې يوازې لږ شمیر يې ماسکونه استعمالوي. پاکستاني چارواکي ويره لري که چیرته په مسجدونو او عبادت ځایونو کې هم محدودیتونه اعلان کړي نو دا به په دغه سخت محافظه پال اسلامي هیواد کې تاوتريخوالی او اختلافات راوپاروي.

پاکستان د کرونا د ۸۵۰ زره مثبتو پيښو ریکارډ لري چې په دې کې د مړينې ارقام۱۸۶۰۰ مورده دي.

دلته د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم هم کتلی شئ: