1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام اباد کې ګډوډۍ؛ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر هم نیول شوی

۱۴۰۳ مهر ۱۴, شنبه

اسلام اباد نن د پراخو ګډوډیو شاهد وو چیرې چې د عمران خان پلویان له پولیسو سره لاس او ګریوان شوي دي. په دغه ښار کې د تلیفوني شبکو خدمات ځنډیدلي او پولیسو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په شمول ګڼ کسان نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4lRdd
د رسنیو د راپورونو له مخې پولیسو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امنین ګڼداپور، چې د یوه کاروان مشري یې کوله هم نیولی
اسلام اباد نن د پراخو ګډوډیو شاهد وو چیرې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان له پولیسو سره لاس او ګریوان شوي دي.انځور: Tanvir Shahzad/DW

نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۵مه) د پاکستان پلازمینه اسلام آباد د پراخو ګډوډیو شاهد وو چیرې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان یو ځل بیا سړکونو ته راوتلي ول  او د نوموړي د آزادیدو غوښتنه یې کوله. په پلازمینه اسلام آباد کې ګڼ شمیر پولیس افسران هم د وضعیت د کنترول کولو له پاره ګمارل شوي، او د تلیفون له لارې انترنتي خدمات هم قطع کړل شوي دي.

د رپوټونو په حواله، د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د پرون جمعې ورځې راهیسې د پلازمینې اسلام آباد په لوري خوځیدلي ول. د رپوټونو په حواله اسلام آباد ته تلونکې لارې د کانتینرونو په واسطه بندې شوي او ځايي چارواکو د وضعیت د کنترول له پاره د پولیسو ګڼ شمیر سرتیري په دنده ګمارلي دي. ځايي حکومت هم په دغه ښار کې د لاریونونو اجازه نه ورکوي خو بیا هم د عمران خان یو شمیر پلویان توانیدلي چې ځانونه د پلازمینې اسلام آباد سړکونو او کوڅو ته ورسوي.

دغه لاریونونه داسې مهال کیږي چې د همدې اکتوبر میاشتې په ۱۵مه، د پاکستان پلازمینه اسلام آباد د شانګهايي امنيتي کنفرانس کوربه دی او حکومت د دغه ښار د امنیت خوندیتوب له پاره پوځ هم ګمارلی دی.

د خیبر پښتونخوا د لومړي وزیر نیول کیدل

بل لوري ته د جیو نیوز په نامه پاکستاني تلویزون راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ پولیسو په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګڼداپور چې عمران خان  ته نیږدې څیره بلل کیږي، نیولی دی. د یاد تلویزون په حواله، ګنډاپور له پښتونخوا څخه اسلام آباد ته د یوه عمران خان د پلویان د یوه کاروان مشري کوله چې د پولیسو له لوري ونیول شو.

عمران خان چې د ترهګرۍ د لمسونې او د اداري فساد په یو شمیر قضیو کې لا هم په زندان کې دی، د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته پر خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي: «زه په خپلو ټولو خلکو ډیر ویاړم. تاسې د بې ساري ممناعتونو باوجود پرون ورځ یو بې ساری زړورتوب او مقاومت وښود.»

په ورته وخت کې د پاکستان په بل ستر ښار لاهور کې هم د ورته لاریونونو خبر ورکړل شوی دی خو دغه ښار ته نښلیدونکې لویې لارې هم د حکومت له لوري تړل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان بیا ویلي چې د سړکونو په بندولو او د مخابراتي خدماتو په ځنډولو سره د خلکو د بیان د آزادۍ، معلوماتو ته د لاس رسي او سوله ایزې راټولیدنې او او همدا راز د آزاد تګ راتګ حق سلب شوی دی. دغه سازمان پر اکس پاڼه د یوه پیغام له لارې ویلي: «دغه بندیزونه په پاکستان کط د لاریونونو د حق د محدودولو له پاره د اندیښنې وړ دي.»

دغه لاریونونه داسې مهال شدت مومي چې پاکستان د اکتوبر پر ۱۵ د شانګهاي د امنيتي کنفرانس کوربه دی چې پکې د سیمې د هیوادونو مشران راټولیږي.