1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هند ته افغانستان ته د غنمو د انتقال اجازه ورکړې ده

۱۴۰۰ آذر ۳, چهارشنبه

د پاکستان کابينې هند ته اجازه ورکړې ده چې د دغه هېواد د ځمکنۍ لارې په کارولو سره ګاونډي هېواد افغانستان ته غنم انتقال کړي. پاکستان هم له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/43Ojd
Pakistan Wagah
انځور: AP

د پاکستان کابينې دا پريکړه د سه شنبې په ورځ په يوه غونده کې کړې ده. د لومړي وزير عمران خان دفتر له خوا هم يوه اعلاميه خپره شو ده چې پکې افغانستان ته د مرستې د ليږدولو ژمنه شوې ده. په دې اعلامیه کې زياته شوې چې پاکستان به پر نورو مرستندويه توکو سربيره ۵۰ زره مترک ټنه غنم هم افغانستان ته وليږدوي. هند هم د همدې اندازې غنمو د مرستې ژمنه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د کابينې تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل: «موږ د هغه ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې انتقال ته اجازه ورکړې چې هند غواړي افغانستان ته یې واستوي.» هغه زياته کړه: «موږ په دې آند يو چې د افغانستان له وګړو سره له هرې لارې بشري مرسته بايد وشي.»

په نوي ډهلي کې حکومت تر اوسه د پاکستان پر دې اعلان کوم غبرګون نه دی ښوولی.

پاکستان په کلونو هند ته اجازه نه ورکوله چې افغانستان ته تجارتي توکي انتقال کړي يا ورسره د ترانسپورت کومه لاره ولري.

د پاکستان لومړي وزير عمران د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې حکومت به یې له افغانستان سره د پنځه میليارده پاکستاني کلدارو په ارزښت د غنمو، عاجلو طبي توکو او همدا راز د ژمي له پاره د اړوندو توکو مرسته وکړي.

 د هندوستان د بارچالانۍ شرکت له افغانستانه سوداګریز توکي نه قبلوي

همدا راز زياته شوې چې پاکستان به له هغو افغانانو سره هم مرسته وکړي چې هند ته د درملنۍ له پاره تللي دي او هلته بند پاته دي.

په افغانستان کې د سياسي کړکيچ او کرونا وبا له کبله په ميليونو افغانان د لوږې او قحطۍ له خطر سره مخ دي. د خوراک د نړيوال پروګرام «دبليو اف پي» په حواله په څلورو کلونو کې د دويمې وچکالۍ له کبله د خوراکي توکو بيه ډېره لوړه شوې ده او د افغانستان د غنمو فصل کابو ۴۰ سلنه له منځه تللی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)