1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني ځواکونو د وژلو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د «تحريک طالبان پاکستان» ډلې د افغانستان پر پوله د څلورو پاکستاني امنیتي ځواکونو د وژلو او شپږ نورو د ټپي کیدو مسئوليت په غاړه اخیستی دی. پاکستان له افغان حکومت څخه د وسلوالو پر ضد د اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3t2Su
Pakistan Soldaten tragen Sarg
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تحريک طالبان ډلې منلې چې افغانستان سره پر پوله په یوه کمین کې پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې دوی برید کړی دی. دغې ډلې دغه ادعا په يوه اعلاميه کې کړې ده.

تر دې دمخه د پاکستان پوځ ويلي وو چې دغه پاکستاني عسکر د چهارشنبې په ورځ، د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې پر پوله د اغزن تار پر لګولو بوخت ول چې د وسلوالو پرې برید وکړ. پوځ ادعا کړې چې بريد د افغانستان له لورې شوی دی.

خو په پکتيکا ولایت کې افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چې دوی د دغه بريد په اړه معلومات نه لري. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چې دوی له افغانستان څخه غوښتي دي چې د وسلوالو پر ضد اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې راغلي دي چې په اسلام آباد کې له افغان سفارت څخه غوښتل شوي دي چې «اړوند افغان چارواکو سره دې دا پاکستان دا اندیښنې شريکې شي چې د هغو منظمو ترهګرو ډلو چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، پر ضد موثر اقدامات وکړي.»

پاکستان دا وخت له افغانستان سره د ۲۵۰۰ کیلومتره کرښې په اوږدو کې د اغزن تار پر لګولو بوخت دی چې موخه په سیمه کې د امنیت ټينکښت ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې په کابل اعتراضونه هم هم کړي دي او په خبره یې په دې سره به د کرښې دواړو خواو ته پرتې کورنۍ او پښتنې قبيلې سره وویشل شي. دغه کرښه  د افغانستان حکومت له خوا په رسمیت نه ده پيژندل شوې.

رويترز/م.ک.ص./س.ر