1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«کرونا پاندمي کي ۱،۴ ميليونه مېرمنې غير ارادي حامله سوي دي»

۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبه

په زياته په بې وزله هيوادونو کي د پاندمي له کبله و اړونده درملو ته په لاسرسي کي ستونزي رامنځ ته سوي دي. په دغو هيوادونو کي غير ارادي حامله توب مېرمنو ته جدي پايلي هم لرلای سي.

https://p.dw.com/p/3qa8R
Kenia Anstieg der Teeny Schwangerschaften durch Corona Lockdown
د کرونا پاندمي پر وخت زياتي کمسن مېندي بيا اميندواره سوي ديانځور: Monicah Mwangi/Reuters

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي د کرونا پاندمي پر وخت په نړيواله کچه تقريبا ۱۲ ميليون مېرمنې د حامله توب مخنيوی کوونکو درملو ته په لاسرسي کي ستونزي لرلي. د م.م. د نفوس صندوق (UNFPA) له خوا په په خپاره سوي تازه راپور کي راغلي چي له دې کبله ۱،۴ مليونه مېرمنې حامله سوي بېله دې چي اراده يې ولري.

د راپور له مخي پاندمي په ۱۱۵ هيوادونو کي د دې لامل سوې چي د ماشوم زېږونې او کورنۍ د اړوند پلان نيولو په برخه کي و اړينو درملو او موادو ته په لاسرسي کي ستونزي رامنځ ته کړي. په زياته په کم عايد يا منځني عايد لرونکو هيوادونو کي دغه ستونزه رامنځته سوې. د پاندمي له کبله پر سفرونو محدوديتونه هم د اړينو درملو د نه رسېدو لامل بلل سوي.

د راپور له مخي په زياته په بې وزله هيوادونو کي د ښځو غير ارادي حامله توبونه د هغوی ژوند ته جدي پايلي لرلای سي. 

د م.م. د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوس سره تړلو موضوعاتو مسؤليت په غاړه لري. دغه صندوق په نړيواله توګه د زېږېدنو د کنترول او ورته موضوعاتو له پاره د مېرمنو مراقبت کوي او د دې تر څنګ د جنسيت پر اساس تاوتريخوالي، د ماشومانو د ودولو او ورته موضوعاتو په تړاو د پوهاوي زياتولو دنده لري.

آ./ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(08.04.2017):