1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: په شپږو ورځو کې دې د ټاکنو نېټه اعلان شي

۱۴۰۱ خرداد ۵, پنجشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان حکومت ته د نویو ټاکنو د نېټې د اعلانولو له پاره د شپږ ورځو ضرب الاجل ټاکلی دی. نوموړي په خپله وينا کې حکومت ته خبرداری ورکړ چې په بل صورت کې به هغه په لکونو خلک اسلام آباد ته راولي.

https://p.dw.com/p/4Bt7f
Pakistan Protestmarsch Islamabad | Imran Khan
انځور: Fayaz Aziz/REUTERS

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د پنجشنې ورځي په سهار (۲۰۲۲م کال د می مياشتي ۲۶) د اسلام آباد د ناين ايونيو سیمه کې مظاهره کوونکو ته د وينا پر وخت حکومت ته د نويو ټاکنو د نېټې اعلانولو له پاره د شپږو ورځو مهلت ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې که حکومت په دې موده کې د انتخاباتو نېټې په غوره کولو کې پاته راغی نو بيا به له «ټول ولس سره» يو ځل بيا پلازمينې ته راشي.

عمران خان د پنجشنبې ورځي په سهار وختي اسلام آباد ته داخل شوی وو او بيا یې د ډي چوک سيمې پر لور خپل مارش ته دوام ورکړ، په داسې حال کې چې حکومت د ښار «مهمو دولتي ودانيو د امنیت» ټینګولو له پاره د ريډ زون سيمه پوځ ته سپارلې وه.

د اسلام آباد ناين ايونيو کې خپلو پلويانو ته د وينا پر وخت عمران خان وويل: «ما پريکړه کړې وه چې تر کومه چې حکومت پارلمانونه منحل نه کړي او د ټاکنو اعلان ونه کړي، تر هغه به همدلته پرلت وکړم. خو په دې تېرو څو ورځو کې مې چې څه وليدل هغه ښيي چې [حکومت] ولس د انارشۍ يا ګډوډۍ پر لور بيايي.»

هغه ادعا وکړه چې حکومت د خلکو او پولیسو ترمنځ د تفرقې پيدا کولو هڅه کوي. خان زياته کړه چې حکومت به په اسلام آباد کې د هغه له پرلت څخه ډېر خوښ شي «ځکه چې په دې توګه به د پوليسو او خلکو ترمنځ ټکر رامنځته شي.»

Pakistan Protestmarsch Islamabad
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

عمران خان د «آزادۍ مارش» په لار کې د خنډونو اچولو په موخه د حکومت له خوا د خلکو د نیولو او نورو کړنو غندنه وکړه او له سترې محکمې څخه یې د مداخلې له کبله مننه وکړه. هغه په دې ترڅ کې د شهباز شريف حکومت له پاره د «امپورتيد ګورنمنټ» يا دباندې څخه د وارد کړل شوي حکومت اصطلاح وکاروه.

هغه وويل چې په دې ترڅ کې د سپريم کورت يا سترې محکمې قاضيان «ستر مسئوليت» لري. هغه وويل چې «په يوه جمهوري نظام کې چېرته داسې وي چې د سوله ایز لاريون اجازه نه وي؟ پر مظاهره کوونکو دې اوښکې بهوونکی ګاز پاشل شوی وي او هغوی دې نيول شوي وي.»

هغه ادعا وکړه چې د دې مارش له پېل راهيسې يې د ګوند پنځه تنه مظاهره کوونکي د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي. هغه وويل چې د اوښکې بهوونکي ګاز د پاشلو پر وخت يو مظاهر کوونکی د اټک له پله څخه اوبو ته لوېدلی، په داسې حال کې چې بل د راوي سيند ته واچول شو. هغه زياته کړه چې په دې هکله یې هم معلومات ترلاسه کړي دي چې په کراچۍ کې نور درې کسان هم وژل شوي دي.

عمران خان په اسلام آباد کې د وينا په ترڅ کې «د حقیقي آزادۍ له پاره په مبارزه» کې د شاملو پاکستان تحريک انصاف ګوند ښځينه مظاهره کوونکو ستاينه هم وکړه.

د رپوټونو په حوله په داسې حال کې چې عمران خان لا وينا کوله، ډېر مظاهره کوونکو په سوله ایزه توګه د خپلو کورونو لاره ونيوله. د سيمه ایزو رسنیو په حواله په کراچۍ کې د نمايش په ميدان کې راټول شوي د عمران خان پلويان د هغه تر وينا وروسته تيت او پرک شول. خو په اسلام آباد کې اوس هم د دغه ګوند غړي او مظاهره کوونکي لا موجود دي. هلته پوځ او پوليس د حکومتي ودانيو او حساسو سيمو ساتنه کوي.

Pakistan Protest und Auseinandersetzungen
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د حکومت غبرګون

د شهباز شريف د کابينې يوه وزير خواجه سعد رفيق د عمران خان پر وينا د غبرګون په توګه وويل چې پارلمانونه د دې ګواښونو په پایله کې نه شي منحل کیدلی. هغه د تويتر له لارې ويلي: «د ائتلافي حکومت پر ضد توطيه جوړونکی بلواګر او د هغه ملګري به واک ته د رسېدو پر ځای يوازې د سوند توکي وګرځي.»

د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې يوې مشرې مريم نواز هم د عمران خان غوښتنې رد کړې او ویې ويل چې هغه پاکستانيانو ته مبارکي ورکوي چې «فتنه په تشو لاسونو بيرته ستنه شوه او خلکو هغه رد کړ.» نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې «ضرب الاجل یې عمران خان ته ټاکلی دی.»

د اسلام آباد ريډ زون پوځ ته سپارل شوی

د پنجشنبې ورځي په سهار د عمران خان تر وينا د مخه د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وويل چې حکومت پوځ ته په اسلام آباد کې د ځای پر ځای کيدو اجازه ورکړې ده. حکومت دا ګام د دې اندېښنې له کبله پورته کړی وو چې عمران خان او د هغه په زرونه پلويان به د پارلمان پر لور مارش وکړي.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه، دويچه ويله اردو)