1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

آیا د اسامه تر وژل کیدو وروسته پاکستان کې افراطیت کم شوی دی؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

لس کاله مخکې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو. بن لادن که له یوې خوا د یو شمیر خلکو له پاره اتل وو، خو ډیر نور یې په نړۍ کې د بربادۍ یو لامل بولي.

https://p.dw.com/p/3sqyY
Osama Bin Laden Pakistan Dschalabad
انځور: picture-alliance/dpa

د سوزیدلو وښو دپاسه د ساختماني موادو د پاتې شونو ترمنځ ماشومان د کرکیټ لوبه کوي. دلته د نړۍ د تر ټولو مطلوب انسان کور وو. پوره لس کاله مخکې د می میاشتې په دویمه نیټه د امریکایي کوماندو ځواکونو د «آپریشن جیرونیمو» په نامه مخفي یا پټو عملیاتو په ترڅ کې اسامه بن لادن وژلی وو.

د دغو عملیاتو پایلې په ټوله نړۍ کې احساس شوې او په هم هغه وخت کې د پاکستان په اړه ډیر ضد او نقیض مسایل را برسیره شول. د بیلګې په توګه یو داسې هیواد چې پخپله هم له ترهګرۍ ډیر بد اغیزمن شوی دی، او چیرې چې القاعده او د هغې متحدینو (طالبانو) ته محفوظ پټنځایونه ورکړل شوي وو.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن لږ تر لږه پنځه کاله په ایبټ آباد کې د پاکستان د یوه مشهور پوځي اکاډمۍ څخه یوازې دوه کیلومتره لیري په یوه لوی کور کې اوسیدلی دی. د امریکایي کوماندو دغو عملیاتو د پاکستان له پاره ډیرې ستونزې را ولاړې کړې وې.

پاکستاني چارواکو نه غوښتل دا ومني چې اسامه بن لادی هلته پناه اخیستې وه، ځکه له دې کار سره د پاکستان د استخباراتي شبکې وړتیا تر پوښتنې لاندې راتلله.

دوی کولی شول ووایي چې د نړۍ تر ټولو مطلوب انسان د دوی په خوښه په پاکستان کې اوسیده، خو له دې کار سره دوی د امریکا پر وړاندې مجرم ګڼل کیده. بالاخره پاکستاني چارواکو دا ومنله چې دوی هیڅ خبر نه وو چې اسامه بن لادن په ایبټ آباد کې اوسیږي.

Ehemaliges Versteck von Osama bin Laden in Abbotabad Pakistan
د پاکستان په ایبټ آباد کې هغه کور چې اسامه بن لادن په کې اوسیده او ووژل شوانځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان عام خلک لا پخوا د سپټمبر د یوولسمې نیټې د ترهګریزو بریدونو وروسته وضعیت، د افغانستان جګړې او پر پاکستان د تروریزم له اغیزو څخه اندیښمن وو.

په داسې یو وضعیت کې د امریکایي عملیاتو له امله د پاکستان په ولس کې د امریکا ضد احساساتو د زیاتیدو ویره موجوده وه او تر یوې اندازې همداسې وشول. خو په دې وخت کې د یوه مهم شخصیت په توګه د اسامه بن لادن محبوبیت تر ډیره کم شوی وو.

مشهور خبریال رحیم الله یوسفزی وایي: «یو وخت داسې وو چې خلکو به خپل د زامنو نومونه اسامه ایښودل»

خو د بن لادن وژل کیدل په پاکستان کې د تندلارو محافظه پاله مذهبي ډلو د رامنځته کیدو مخه ونه نیوله، بلکې هغه یي نور هم پياوړي کړل.

د بن لادن تر وژل کیدو ورسته درو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان په شمول څو ترهګرو ډلو په پاکستان کې په لسګونو بریدونه وکړل او د دغه هیواد په قبائلي سیمو کې یې خپل موجودیت لا زیات پياوړی کړ.

په ۲۰۱۴م کال کې د پوځي عملیاتو له امله په تاوتريخوالي کې یو څه کمی رامنځته شو، خو اوس د یو شمیر ترهګریزو بریدونو له امله دا ویره زیاته کړې ده چې په پاکستان کې ترهګرې ډلې به یو ځل بیا سره متحد شي.

مشهور پاکستاني خبریال حامد میر وایي چې پاکستان اوس د القاعده له کوم لوی ګواښ سره نه دی مخامخ. د حامد میر په خبره یو شمیر خلک اوس هم القاعده جنګیالیو ته د آزادۍ جنګ پر مخ وړونکو په سترګه ګوري، خو ډير نور بیا په دې نظر دي چې اسامه بن لادن یو ډیر لوی شخص وو چې د زرګونو انسانانو د مړه کیدو سبب شو.

په ایبټ آباد کې هم د بن لادن په اړه خلک بیلابیل نظرونه لري. د بن لادن هغه استوګنځای چې په ۲۰۱۲م کال کې ویجاړ کړای شوی وو، ته نږې اوسیدونکی نعمان خټک وايي: «یو شمیر خلک وایي چې اسامه بن لادن یو ښه سړی وو، خو یو شمیر نور یې بیا ډیر بد انسان هم بولي».

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا