1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپږو پناه غوښتونکو په مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبه

د لیبیا په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې د یوه شپږ میاشتني ماشوم په ګډون شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یو هسپانوی مرستندویه سازمان توانیدلی چې شاوخوا سل تنه وژغوري.

https://p.dw.com/p/3lBno
Seenotrettung im Mittelmeer
انځور: Sergi Camara/AP/dpa/picture alliance

د (Open Arms) په نوم یوه هسپانوي مرستندویه سازمان د لیبیا په ساحل کې د یوې بادي کښتۍ د ډوبیدو خبر ورکړی دی. د نوموړي سازمان په حواله دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې مرستندویانو د دغې بادي کښتۍ تر پیدا کولو وروسته، په کښتۍ کې پر سپرو کسانو ژغورونکي واسکټونه او ماسکونه وویشل او خپلې کښتې ته یې د دوی انتقالول پیل کړي وو.

د اسوشیټډ پریس د رپوټ پر بنسټ په دغه کښتۍ کې ۱۱۶ تنه سپاره ول چې د هغو له جملې څخه د کینیا هیواد د یوه شپږ میاشتي ماشوم په ګډون شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ژغورل شوي کسان د اوپن آرمز کښتۍ ته انتقال شوي دي. اوس مهال په دغې کښتۍ کې ۲۶۳ تنه پناغوښتونکي موجود دي چې ټول یې په مدیترانې سمندر کې د دغه زمان د مرستندویانو له خوا د ژغورنې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي.

د ایټالیا ساحلي ګارد اعلان کړی دی چې له لمپيدوزا ټاپو څخه یې یوه کښتي چې څو تنه داکتران هم په کې سپاره دي له اوپن آرمز کښتۍ سره د مرستې په موخه استولې ده.

په روان میلادي کال (۲۰۲۰م) کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر یو وار بیا زیات شوی دی چې د افریقا له لوې وچې څخه د ښه ژوند په موخه اروپا ته مخه کوي. د ایټالیې ترڅنګ د هسپانیې د قناري ټاپو هم یو د دغو پناه غوښتونکو له هدفونو څخه دی.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشت پورې تر ۱۱۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندر له لارې د دغه هیواد قناري ټاپوګانو ته رسیدلي دي. دغه شمیرې د تیر کال د همدې مودې لس برابره زیاتې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص