1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوپیک یو شمېر غړي هېوادونه د تېلو تولید کموي

۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبه

له روسیې وروسته د اوپیک یو شمېر غړيو هېوادونو اعلان وکړ، چې خپل د نفتو تولید راکموي. ویل شوي چې دغه اقدام په نړیوال بازار کې د نفتو د ثبات څخه د ملاتړ له پاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4PcWq
Saudi-Arabien Erdölraffinerie von Saudi Aramco in Abqaiq
انځور: Reuters/M. Shemeto

د یکشنبې په ورځ د ( اپرېل په دویمه) الجزایر، متحدو عربي ماراتو، عراق، سعودي عربستان، عمان او کويت اعلان وکړ، چې د خپلو نفتو تولید به یوه ورځ کې یو میلیون او ۷۱ زره بوشکې را کم کړي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ويلي، چې دغه هېواد به د مۍ میاشت کې د ۲۰۲۳ کال تر پایه یو شمېر نورو هېوادونو سره په همغږۍ په خپله خوښه د خامو تېلو تولید د ورځې ۵۰۰ زره بوشکې را کم کړي.

اړوند مطلب: رپوټ: روسیې د اوکراین جګړې له پیله د ۹۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تیل پلورلي

د دې خبري سرچینې په وینا، دا د تیلو بازارونو د ثبات څخه د ملاتړ په موخه یو اقدام دی.

تر دې اعلان يوه ورځ وروسته يعني نن، دوشنبه سهار کله چې په آسيا کې بازارونه پرانيستل شول، د تیلو په بيه او په راتلونکې بيه کې زياتوالی وليدل شو.

د يو برنت خامو تېلو په بيه کې ۶ سلنه زياتوالی راغلی دی چې دا په دې معنا ده چې د پنځو دالرو په لوړېدو د يوه بیرل تېلو بیه ۸۵،۵ ډالرو ته پورته شوې ده.    

اړوند مطلب:  د سعودي د نفتو شرکت په درو میاشتو کې ۴۸.۴ ميليارډه ډالره ګټلي

د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربنا وزیر سهیل المزروعي په خپلو څرګندونو کې ویلې دي، چې هېواد به یې خپل د تېلو تولید د مۍ میاشتې څخه د روان کال تر پایه په ورځني ډول ۱۴۴ زره بوشکې راکم کړي.

روسیې د فبرورۍ په میاشت کې روسیې اعلان کړه، چې د خپلو تېلو تولید هره ورځ  ۵۰۰ زره بوشکې راکموي.

DW- FZ/‌‌BS