1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتاروپا

د المپيک د کډوالو بنسټ د استورياس د شهزادګۍ جايزه ګټلې ده

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د المپيک د کډوالو بنسټ د استورياس د شهزادګۍ جايزه وړې ده. په مراسمو کې افغانې بايسکل ځغلونکې معصومه علي زاده هم ګډون وکړ. شهزادګۍ لېونور د المپيک کميټې مشر، توماس باخ ته دغه جايزه ورکړه.

https://p.dw.com/p/4IqaC
معصومه علي زاده
معصومه علي زادهانځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

د المپيک د کډوالو بنسټ او د نړيوالې المپيک کميټې د کډوالو ټيم د ۲۰۲۲ کال د استورياس د شهزادګۍ جايزه ګټلې ده. لېونور چې د استورياس شهزادګۍ ده، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۸مه) دغه جايزه د کډوالو د تيم غړو، سوک وهونکي، الدريک سېلا، د بايسکل ځلغونې افغانې ورزشکارې، معصومه علي زاده او د المپيک د نړيوالې کميټې مشر ته ورکړه.قطر د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام کوربتوب حق هم تر لاسه کړ

د هسپانيې پاچا، شپږم فېليپه، وويل چې »د المپيک د کډوالو بنسټ او د کډوالو ټيم يې موږ ته په ياد راولي چې سپورټ، د لوړې کچې د ورزش په سطح سيالۍ او د المپيک خوځښت د دې هدف هم لري چې هغه سخت واقعيت چې د نړۍ ډېر انسانان پکې ژوند کوي، ياد کړو، ورباندې غور وکړو او، د امکان تر بريده، راکم يې کړو.«

د المپيک نړيواله کميټه د ۱۹۹۴ کال راهيسې د سپورټ له لارې د کډوالو ملاتړ  کوي. د ۲۰۱۶ کال د المپيک په لوبو کې په ريو دې ژانيرو کې په لومړي ځل د دغې کميټې د کډوالو يوه ټيم هم ګډون کړی وو.آستراليا نورو افغان ورزشکارانو ته هم پناه ورکړې

په ۲۰۲۱ کال کې د توکيو د دوبنيو لوبو څخه دمخه د المپيک نړيوال خوځښت له ۱۳ هېوادونو څخه د کډوالو د ۵۶ ښځينه او نارينه ورزشکارانو ملاتړ کاوه.

آ./ن.ص./ا.ا.