1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لومړی وزیر: اټومي جګړې ته نباید اجازه ورکړل شي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳, شنبه

د آلمان صدراعظم د دغه هیواد له خوا اوکراین ته د درنو وسلو د نه استولو په اړه له خپل سیاست څخه دفاع وکړه. اولاف شولتڅ وویل، پر دریمې نړیوالې جګړې او یا پر اټومي جګړې د اوکراین جګړې د بدلیدو مخنیوی یې د سیاست لومړيتوب دی.

https://p.dw.com/p/4AKSn
Deutschland | Ukraine Krieg | Statement Olaf Scholz
انځور: Lisi Niesner/REUTERS

د آلمان لومړي وزیر اولاف شولتڅ د جمعې (د اپریل میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ د «شپيګل» اونیزې مجلې سره په مرکه کې اوکراین ته د درنو وسلو د نه استولو په هکله د خپل حکومت له سیاست څخه دفاع وکړه.

شولتڅ وویل چې نظامي تجهیزات باید بې له اوږدمهالې روزنې، بې له لا زیاتو تدارکاتو او زمونږ له سرتیرو څخه پرته د استفادې وړ وګرځي. په دې اساس تر ټولو چټکه لاره یي د پخواني شوروي له دوره پاتې شوو وسلو څخه استفاده ده چې اوکراینیان یي هم په ډیره ښه توګه له استفادې کولو سره بلد دي.

د آلمان صدراعظم ټینګار وکړ: دا کوم تصادف نه دی چې د ناټو د ختیځې اروپا متحدین دا ډول وسلې اوکراین ته ورکوي، خو هیڅ متحد تر اوسه پورې د لویدیځ جنګي ټانکونه اوکراین ته نه دي سپارلي.

شولتڅ هغو وسلو ته هم اشاره وکړه چې آلمان اوکراین ته ورکړي دي. هغه وویل: «مونږ د خپل پوځ له زیرمو څخه اوکراین ته د ټانک ضد وسلې، د هوایي دفاع تجهیزات، مهمات او نقلیه وسایط ورکړي دي. دغو وسلو له اوکراین سره په مستقیم ډول له خپل ځان څخه د دفاع په برخه کې مرسته کړې ده او سړی کولی شي چې د دغه هیواد د پوځ نظامي بریالیتوبونه وګوري.»

د آلمان صدارعظم د خپلو خبرو په دوام وویل، آلمان د وسلو مصارف هم ورکوي او تر اوسه پورې یي په مجموع کې دوه میلیارده اویرو ورته ځانګړي کړي دي او یوه لویه برخه یي په مستقیم ډول د اوکراین له پاره لګول شوي دي.

د دریمې نړیوالې جګړې په اړه د شولتڅ خبرداری

اولاف شولتڅ د خپلې مرکې په بله برخه کې وویل چې هڅه به وکړي چې د تشنج د زیاتیدو او په دریمې نړیوالې جګړې او یا هم پر یوې اټومي جګړې د اوکراین د جګړې د بدلیدو مخه ونیسي.

د آلمان لومړي وزیر د پرواز د منع سیمې د ایجادولو په اړه خپل نظر یا تګلارې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د اوکراین په فضاء کې د پرواز د منع سیمې رامنځته کول یوازې په هغه صورت کې عملي کیدلی شي چې یو څوک د روسي الوتکو رانسکورولو ته تیار وي.

لویدیځ هیوادونه او د ناټو غړي د پروازونو د منع سیمې ایجادول یو ښه انتخاب نه بولي. ځکه د دې کار ترسره کول یوازې د اوکراین هوایي حریم ته د ناټو د الوتکو په استولو او د روسي الوتکو په را نسکورولو سره ممکن کیدای شي او دا هغه څه دي چې ممکن په اروپا کې پر یوې لویې جګړې بدل شي.

د آلمان صدراعظم زیاته کړه دا کار کیدای شي ناټو ته د یوه داسې جنګ پر لور سوق ورکړي چې د جګړې په یوه اړخ بدل شي او په همدې دلیل یي له هغې سره مخالفت کړی دی.

شولتڅ د اوکراین د جګړې د زیاتیدو او پر دریمې نړیوالې جګړې د بدلیدو مخنیوی يي د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه وباله او زیاته یي کړه چې په مستقیم ډول د ناټو او روسیې ترمنځ د نظامي ټکر د مخنیوي هڅه یي کړې ده.

نوموړي د شپيګل د دې پوښتنې په هکله چې آیا تصور کوي پوتین به له اټومي وسلو څخه استفاده وکړي، ځواب ونه وایه، خو زیاته یي کړه چې روسیه په اوکراین کې د پرله پسې نظامي ماتې او بندیزونو له کبله له ستونزو سره مخ شوې ده او پوتین تر فوق العاده فشار لاندې قرار نیولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص