1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټنه: نوواکس واکسین ډېر اغېزمن دی

۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

امریکايي شرکت نوواکس ويلي دي چي د کووید ۱۹ ناورغي ضد واکسين يې په سلو کي ۹۰ اغېزمن دی. د دغه واکسين د آزمويني په دريمه مرحله کي تثبيت سوې ده چي هغه د کرونا پرضد په سلو کي ۹۰،۴ سلنه اغېزمن دی.

https://p.dw.com/p/3v1Cp
Novavax Impfstoff Symbolbild
انځور: Justin Tallis/AFP/ Getty Images

د درمل جوړولو امريکايي شرکت «نوواکس» د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي،  د NVX-CoV2373 په نامه دغه واکسین چي باید دوه ځله تطبیق سي، د آزمويني په دریم پړوا کي دا ثابته کړه چي د هغه معافیت ۹۰،۴ سلنه دی. يعني هغه کسان چي په دغه آزموينه کي واکسين سوي دي تر هغو چي نه دي واکسين په سلو کي تر ۹۰ سلنه لږ يې په دغي ناروغۍ اخته سوي دي. د کرونا ناروغۍ د نسبتاً معتدل او شديد بهير د مخنيوي په برخه کي د دغه واکسین اغېزمنتوب حتی په سلو کي سل وو.

په دغه راپور کي راغلي دي چي دغه راز د دغه واکسين جانبي عوارض هم لږ ول او هغه کسان چي په دغه ازموينه کي واکسين سوي دي ويلي دي چي يوازي يې کله نا کله د واکسین د پیچکارۍ ځای درد کاوه او يا يې هم ستړیا او د سر او بدن درد لاره. د دغه واکسين د دريم پړاو په آزموينه کي په امریکا متحده ایالاتو او مکسیکو کي تر اتلس کلنۍ پورته  ۲۹ زره ۹۶۰ کسانو برخه اخیستې وه.

د NVX-CoV2373 په نامه دغه واکسین، نه د بیونتیک او مودرنا په ډول د mRNA ماده او نه هم د آسترازینکا په ډول د ویکتور ماده لري. نوموړی واکسین ډیر کوچني ذرات لري چي د سارس کووید ۲ له پروتیني موادو څخه په لابراتوار کي جوړیږي.

د دغه واکسین د جوړیدو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د حکومت سخت مالي ملاتړ موجود وو. د نوواکس په حواله د روان کال په دریمه ربع کي به د هغه د واکسيناسيون د اجازې له پاره عریضه وړاندي سي.

نوواکس خبر ورکړی چي د ۲۰۲۱م کال تر پایه به د دغه واکسین شاوخوا ۱۵۰ میلیون دوزه تولید سي. لکه څنګه چي امریکا متحده ایالات کافي واکسینونه په اختیار کي لري نو دغه واکسین به د نړۍ په نورو ځایونو کي تطبیق سي.

GP/NZ/AG