1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا: که برید را باندې وشي اتومي ځواب ورکوو

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د شمالي کوریا د رهبر خور ویلي چې پر شمالي کوریا باندې هر راز برید به د نه تصور وړ بدې پایلې ولري. هغې دغه څرګندونې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر تر هغو څرګندونو وروسته کړې چې ویلي وو د هیواد د توغندیو وړتیا یې لوړه شوې.

https://p.dw.com/p/49V5k
Kim Jong-Un und Kim Yo-Jong
انځور: Kyodo News/IMAGO

د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون خور کیم یو یونګ د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې که چیرته جنوبي کوریا پر شمالي کوریا باندې برید وکړي، هیواد به یې د اتومي وسلو په کارولو کې زړه نا زړه نه شي. د هغې دغه څرګندونې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر تر څرګندونو وروسته را مخې ته کیږي.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر سو ووک په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ول چې د جنوبي کوریا پوځ یو شمیر داسې توغندي ترلاسه کړي چې د هدف ویشتلو واټن، دقت او قدرت یې تر پخوا ښه شوی دی. نوموړي همدا راز ویلي ول چې دغه توغندي کولی شي په دقیق ډول او په چټکۍ سره په شمالي کوریا کې هر راز هدف په نخښه کړي.

د شمالي کوریا د رهبر خور له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پیونګیانګ د جګړې مخالف دی ځکه په خبره یې جګړه به د کوریا ټاپو ویجاړه کړي. هغه زیاتوي چې شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د خپل اصلي دښمن په سترګه نه ګوري.

Nordkorea testet Interkontinentalrakete
انځور: KCNA/KNS/AP/picture alliance

د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس کې. سي. ان. اې په حواله کیم جونګ اون د جنوبي کوریا دفاع وزیر «لیونی» بللی. کیم جونګ اون چې د شمالي کوریا رهبر او د خپل ورور جګپوړې سلاکاره ده ویلي: «که چیرته جنوبي کوریا له موږ سره پوځي تقابل وکړي، زموږ اتومي ځواکونه به پرته له ځنډ څخه خپله دنده ترسره کړي.»

کیم ‌جونگ اون همدا راز زیاته کړې چې د شمالي کوریا اتومي وسلې د ډارولو او ځان دفاع له پاره دي خو د دې وړتیا هم لري چې په یوه برید کې د دښمن وسله وال ځواکونه له منځه یوسي.

په اعلامیه کې د شمالي کوریا د رهبر د خور په حواله زیاته شوې چې که چیرته جنوبي کوریا د شمالي کوریا د پوځي ساحې څخه سرغړونه وکړي، د جنوبي کوریا ځواکونه به له یوه ناوړه برخلیک او نابودۍ سره مخامخ شي.