1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی آزموېلې دی

۱۴۰۰ مهر ۲۷, سه‌شنبه

سویلي کوریا د شمالي کوریا له خوا د یوه بالستیک توغندي د توغولو خبر ورکړی دی خو چاپان بیا ویلي دي چې د دې هیواد له خوا د جاپان د سمندر پر لور دوه توغندي توغول شوي.

https://p.dw.com/p/41qXE
Japan Nordkorea Raketentest
انځور: Koji Sasahara/AP Photo/picture alliance

شمالي کوریا د خپلو توغندیو د آزموېنې لړۍ په دوام د سه شنبې (د اکتوبر میاشتې په ۱۹ نیټه) په ورځ لږ تر لږه یو بل بالستیک توغندی د جاپان سمندر پر لور توغولی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو یو وار بیا د شمالي کوریا د اټومي وسلو په هکله د خپلو دیپلوماتیکو هڅو د بیا پیلولو وړاندیز تکرار کړی دی.

د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي دي چې د سینپو بندر ته په نږدې سیمه کې یو بالستیک توغندی لګیدلی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا او جنوبي کوریا د دې موضوع د ارزونې په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جاپان د دفاع وزیر ویلي دي چې د دې هیواد ارزونې ښيې چې شمالي کوریا دوه توغندي توغولي دي. د هغه په خبره د جاپان ساحلي ګارد کښتيو ته امنیتي خبرداری ورکړی دی، خو په سمدستي توګه نه دی توانیدلی چې د دغو توغندیو د لګيدو ځای معلوم کړي.

د سینپو بند د شمالي کوریا د کښتۍ جوړونې د تاسیساتو ځای دی چې یو د دې هیواد د دفاعي صنایعو څخه شمیرل کیږي او په همدې ځای کې اوبتلونه او د سمندري دفاع ټول اړین سامان آلات تولیدیږي. د هغو له ډلې څخه په دې وروستیو کلونو کې په دې تاسیساتو کې له اوبتلونو څخه د بالستیک توغندیو د توغولو سیستم طراحي شوی دی.

د سویلي کوریا او جاپان پوځي چارواکي نه دي توانیدلي چې په سمدستي توګه ووایي د شمالي کوریا له خوا توغول شوی بالستیک توغندی یا توغندي د کوم نوعیت وو.

پيونګ یانګ له ۲۰۱۹م کال راهیسې له اوبتلونو څخه د بالستیک توغندیو توغول پیل کړي دي او دا د بایډن د حکومت پر مهال یو له تحریک کوونکو اقداماتو څخه دی چې تل یې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په هکله د دیپلوماتیکو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

شمالي کوریا په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې لږ تر لږه د اوږد واټن د دوو توغندیو آزموېنه ترسره کړې ده.

د سویلي کوریا د ملي امنیت شورا بیړنۍ غونډه رابللې ده او د دیپلوماتیکو هڅو په جریان کې یې د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د تازه ازموېنې په هکله «ژور خفګان» ښودلې دی.

د جاپان د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې توکیو د رسمي کانالونو له لارې د شمالي کوریا له دې اقدام سره خپل شدید مخالفت اعلان کړی دی. دغه دواړه هیوادونه یو بل سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص