1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا خلکو ته د کيم متفاوت د نوي کال پيغام

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

د شمالي کوریا رهبر د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې د دغه هیواد د خلکو د ژوند په شرایطو کې د ښه والي رامنځته کیدو هیله څرګنده کړه. کیم جونګ اون د تیر پر خلاف دا ځل امریکا او سویلي کوریا ته اشاره ونه کړه.

https://p.dw.com/p/452y7
Nordkorea Staatchef Kim Jong Un
انځور: KCNA /dpa/picture alliance

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د کال په پای کې خپله وینا کې د امریکا یا اټومي وسلو پرځای د تراکتورونو او د ښوونځیو له پاره د ماشومانو د یونیفورم جوړونې کارخانو په هکله خبرې وکړي.

دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۲۲م کال له پاره به د شمالي کوریا هدف د اقتصاد په پښو درول او «د ژوند او مرګ تر منځ مبارزې په برخه کې» د خلکو د ژوند د شرایطو بهترول وي.

د سیاسي چارو کارپوهانو ویلي دي د نوي کال په مناسبت د کیم جونګ اون په وینا کې پر داخلي سیاست او مسائلو تمرکز د دې ښکارېندویي کوي چې د کرونا وبا د خپریدو له کبله د دغه هیواد اقتصادي کړکیچ لا زیات پراخ شوی دی.

د شمالي کوریا رهبر چې د دغه هیواد د کارګرانو ګوند سیاسي کنګرې ته یي وینا کوله د خلکو د اقتصادي وضعیت د بهتریدو هیله څرګنده کړه. د شمالي کوریا د کارګرانو ګوند د مرکزي کمیټې غونډه د کیم جونګ اون واک ته د رسیدو له لسمې کلیزې سره هم مهاله ترسره شوه. کیم جونګ اون په ۲۰۱۱م کال کې د خپل پلار له مړينې وروسته قدرت ته ورسید.

په تیرو وختونو کې به کیم جونګ اون د نوي کال له بیانیو څخه د مهمو سیاسي پيغامونو له پاره استفاده کوله. هغه په ۲۰۱۸ م کال کې په جنوبي کوریا کې د المپيک ژمنیو سیالیو ته د یوه پلاوي د استولو خبر ورکړی و او په ۲۰۱۹م کال کې یي د امریکا د هغه وخت له ولسمشر دونالد ترمپ سره خبرو اترو ته خپله لیوالتیا ښودلې وه.

د "NK News" انټرنټ پاڼې چې مقر یې د سويلي کوريا په سئول دی او د شمالي کوریا فعالیتونه څاري، لیکلي دي: «کیم په تیرو وختونو کې خپل د نوي کال په بیانیو کې له سویلي کوریا او امریکا سره هم غږۍ، همدارنګه د خپلو اټومی وسلو پرمختګ او نورو پوځي پروګرامونو د ښکاره کولو له پاره استفاده کړې ده.»

شمالي کوریا په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې د مذاکراتو بیا پیلولو ته چمتو ده، خو په دې شرط چې د سئول او واشنګټن حکومتونه د خپلو «خصمانه سیاستونو»، د هغو له جملې څخه بندیزونو او پوځي مانورو پای ته رسولو له پاره ګام پورته کړي.

د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو پروګرامونو بندولو په اړه د شمالي کوریا او امریکا تر منځ مذاکرات د امریکا په بندیزونو کې د کمښت نه رامنځته کیدو له کبله د یوې مودې راهیسې په ټپه دریدلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص