1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا غبرګون: په یوه اونۍ کې د توغندی دويمه ازموينه

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو او امنیت شورا پر شدیدو انتقادونو سربیره شمالي کوریا یو بل نوی توغندی آزمايلی دی. د دې آزمويني خبر د جاپاني رسنیو او د سویلي کوریا د پوځي قوماندې مرکز له خوا ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/45MuB
Südkorea | Nordkorea unternimmt neuen Raketentest
انځور: Ahn Young-Joon/AP/dpa

د جاپان خبري آژانس «کیودو» د سې شنبې (۲۰۲۲م کال جنوري۱۱) په سهار د شمالي کوریا له خوا د یوه بالستیک توغندي د ازمايل کیدو خبر خپور کړی دی. ویل کیږي چې دغه توغندی د اتومي سرګلولو د لیږد توان لري. دا خبر د جنوبي کوریا د پوځي قوماندې مرکز له خوا هم تائید شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د څو پریکړه لیکونو په ترڅ کې د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو آزمایل منع اعلان کړي دي.
د سویلي کوریا چارواکو اعلان کړی دی چې د امریکايي کارپوهانو په همکارۍ به د دغو توغندیو ازمایل و ارزوي. دغه توغندی د «جاپان له اقتصادي حوزې» څخه دباندې د جاپان سمندر په اوبو کې رالوېدلی دی.

شمالي کوريا تر غږ چټک توغندي د بريالۍ ازموينې ادعا کوي
د سه شنې ورځې په سهار د شمالي کوریا توغندیزه ازموېنه په داسې شرایطو کې صورت نیسي چې دغه هیواد تیره اونۍ هم د صوت یا تر غږ چټک توغندي د بریالۍ ازموېنې خبر ورکړی وو.
د شمالي کوریا د پوځ له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو پر اساس دغه توغندی په ۷۰۰ کیلومترو کې خپل هدف په نخښه کولی شي، په داسې حال کې چې د سویلي کوریا چارواکي د دې خبر پر ريښتینولې شک لري.
د یادونې وړ ده چې تر غږ چټک توغندي هم د اټومي سرګلولو د لیږد له توان څخه برخمن دي. امریکا او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هیوادونو د شمالي کوریا د تیرې اونۍ پر توغندیزې ازموېنې انتقاد کړی و او هغه یې د سیمي امنیت او ثبات ته یو خطر ارزولی و.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز