1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا: د کیم لور د راتلونکې رهبرې په توګه روزل کیږي

۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

د جنوبي کوریا رسنيو رپوټ ورکړی چې د شمالي کوریا د رهبر لور، کیم جو آئه، د دغه هېواد د راتلونکې رهبرې په توګه د زده کړو د ترلاسه کولو په حال کې ده. د جو آئه پلار کیم یونګ اون، د دغه هېواد د بنسټګر، کیم ایل سونګ، لمسی دی.

https://p.dw.com/p/4itRH
کيم جونگ اون په پيونگيانگ کې د خپلې لور سره
کيم جونگ اون د خپلې لور سرهانځور: Yonhap/picture alliance

د جنوبي کوریا رسنیو د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۹مه) رپوټ ورکړ چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، خپله مشره لور په رسمي توګه تر داسې روزنو لاندې نيولې، تر څو یوه ورځ وشي کړی د هغه ځای ناستې وګرځي.

د جنوبي کوریا خبري آژانس یونهاپ د دغه هيواد د استخباراتو ملي ادارې له قوله ويلي دي چې جو آئه، په وروستیو ورځو کې له خپل پلار سره له ګڼو عامه ځایونو څخه د کتنې پر مهال لېدل شوې چې تر هغه وروسته د روزنو ترلاسه کولو په حال کې ده.

کیم جونګ اون له خپلې لور کیم جو آئه سره
جنوبي کوریا وايي د شمالی کوریا رهبر کیم جونګ اون په وروستیو کې په ګڼو عامه ځایونو کې له خپلې لور کیم جو آئه، سره لېدل شوی دیانځور: KCNA/AP Photo/picture alliance

د شمالي کوريا د رهبر کیم جونګ اون، کورنۍ تر ډېره مخفي ده. د هغه د مېرمنې، ري سول جو او درې اولادونو په هکله ډېر کم معلومات شته. کیم آئه ظاهراً د کیم په اولادونو کې منځنی اولاد دی.

په غرب کې د کیم د ورثې د نومونو په هکله ظاهري معلومات هم یوازې د امریکاييباسکتبالر دنیس رودمن د رپوټونو له مخې دي، هغه څوک چې په ۲۰۱۳م کال کې ېې له کیم جونګ اون، سره د ملاقات اجازه ترلاسه کړې وه. د کیم جو آئه، د عمر په هکله ويل کیږي چې د ۱۱ او ۱۲ کلونو به وي.

کیم جو آئه څه وخت په عامه ځایونو کې ليدل شوې؟

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له خپلې لور، کیم جونګ آئه سره  چې عمر د ۱۱ او ۱۲ ترمنځ ښودل کیږي
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له خپلې لور، کیم جونګ آئه سره چې عمر د ۱۱ او ۱۲ ترمنځ ښودل کیږيانځور: KCNA/REUTERS

جو آئه، په ۲۰۲۲م کال کې له خپل پلار سره په ګڼو عامه مراسمو، له هغې جملې د توغندیو د کارخانې څخه د کتنې او ځواکونو سره د روغبړ په مراسمو کې ملتیا کوله.

شنونکي په دې باور دي چې په عامه ځایونو کې له زیاتو راڅګندېدو څخه موخه، دننه په پیونګ یان کې د داخلي رقابتونو غلي کول او یا د کیم کورنۍ د یوې سلطنتي کورنۍ په څېر ښودل دي.

د شمالي کوريا اوسني رهبر کیم جونګ اون، ته دغه مقام له خپل پلار کیم جونګ ایل څخه په ميراث ورپاته دی. کیم جونګ ايل د شمالي کوریا د بنسټګر کیم ایل سونګ زوی وو.

 mks/nzes/rc (Reuters, Yonhap)

له آرشیف څخه انځوریز البوم: