1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

شمالي کوریا د بایدن د حکومت پر«دښمنانه سیاست» انتقاد کړی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

شمالي کوریا د جوبایدن او امریکا د ځینو چارواکو د وروستیو اظهاراتو په مقابل کي واشنګټن د دغه هیواد پرضد په «دښمنانه سیاست» باندي تورن کړی. بایدن، شمالي کوریا د « نړیوال امنیت لپاره تهدید» بللی ؤ.

https://p.dw.com/p/3srKR
Kombibild Kim Jong Un und Joe Biden

د شمالي کوریا خارجه وزارت نن یکشنبه (د می میاشتي دوهمه) د دغه هیواد پرضد د جوبایدن او امریکا د ځینو مقاماتو پر وروستیو اظهاراتو باندي سخت انتقاد وکړ.

د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د خارجه وزارت د یوه ویاند په حواله ویلي، چي د جوبایدن او امریکا د ځینو مقاماتو اظهارات ښکاره کوي، چي د امریکا جمهوررئیس دي د شمالي کوریا پر ضد دښمنانه سیاست پرمخ بوزي. د ویاند په خبره شمالي کوریا به د دغه ډول یوه سیاست په مقابل کي«مناسب جواب»ورکړي.

د شمالي کوریا د خارجه وزارت په یوه اعلامیه کي، کومه چي  د امریکا متحده ایالاتو د دغو اظهاراتو په عکس العمل کي نشر سوې ده، راغلي دي:« په شمالي کوریا کي د بشر د حقوقو د وضعیت څخه د امریکا د حکومت انتقاد د دغه هیواد د رهبر کیم جونګ اون د حیثیت او کرامت توهین دی او دا ښکاره کوي، چي امریکا د یوې هراړخیزي مقابلې او کشمکشونو دپاره ځان اماده کوي.»

اعلاميې د امریکا په کانګرس کي د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په باب د بایدن اظهارات د « نه زغم وړ» او یوه « لویه رسوايي» بللې ده.

Südkorea TV Bild Raktentest Nordkorea
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-joon

جوباید څه وخت مخکي د شمالي کوریا  اټومي پروګرام د «جهاني امنیت دپاره جدي تهدید» بللی ؤ او سپیني ماڼۍ هم ویلي وه، چي بایدن نیت لري، د شمالي کوریا په مقابل کي یوه« محاسبه سوې کړنلاره» پر مخ بوزي.

د شمالي کوریا خارجه وزیر، کوان یونګ ګون د جوباید اظهارات یوه «سخته اشتباه» بللې او ویلي، چي دغه هیواد هم مجبوره دی متقابل اقدامات تر سره کړي، چي د «وخت په تیریدو سره به امریکا د یوه ډیر جدي حالت سره مخامخ سي.» هغه د اټومي وسلو د تولید په برخه کي کوښښونه د « خپل حق څخه د دفاع په لار کي یو ګام وباله».

د امریکا د جمهوري ریاست دفتر د تیري جمعې په ورځ اعلان وکړ، چي د شمالي کوریا په مقابل کي یې د امریکا د سیاست څو میاشتنۍ برسي او ارزیابي پایته رسولې ده.

د سپیني ماڼۍ په حواله امریکا نیت لري د «ډیپلوماسۍ او بیرولو» د یوه ترکیبي سیاست د لاري شمالي کوریا د اټومي او بالاستیکي توغندیو د پروګرام بندیدو ته مجبوره کړی.

آ./م.ق./ا.ا.