1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تېر کال هیڅ امریکايي سرتیری نه دی وژل شوی؛ افغانان څه وايي؟

۱۳۹۹ دی ۱۴, یکشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، تېر ۲۰۲۰ میلادي کال هیڅ امریکایي سرتیری په افغانستان کې نه دی وژل شوی. د نوموړي دغه څرګندوني په خواله رسنیو کې څه غبرګون لري؟

https://p.dw.com/p/3nTKe
Afghanistan US-Truppen
انځور: picture-alliance/Getty Images/T. Watkins

یوشمېر عامو افغانانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې وايي، تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې هیڅ امریکایي سرتیری نه دی وژل شوی. ښاغلي پمپیو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د ۲۰۲۰ کال پر مهال افغانستان کې هیڅ امریکایي سرتیری نه دی وژل شوی چې دا ډیر ستر پرمختګ دی.»

نوموړي پر افغانانو غږ کړی چې خپل منځي سوله وکړي. خو له ډېرو سره دا پوښتنه ده چې بیا هغه جګړه چې امریکایانو پيل کړې ولې تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې یواځې له افغانانو ترټولو ډېره قربانې اخلي.

د صالحه سادات په نوم یوې افغان ټویټر کاروونکې لیکلي چې طالبانو په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې هیڅ امریکايي سرتیری نه دی وژلی. دې پرخپل ټویټرپاڼه لیکلي: «خو زرهارو بې ګناه انسانان لکه ښځې، ماشومان، زاړه، ځوانان او ان هغه ښځې چې د ماشومانو زېږولو پرمهال وې او د مور په خیټه کې هم ماشوم په بې رحمانه ډول په ډزو ووېشتل شول.» دغه ټویټر کاروونکې د خبریالانو او مدني فعلانو هدفي وژنو دوام ته هم اشاره کوي چې دا لړۍ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ، د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال یواځې په لومړی ربع کې تر ۵۰۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي. د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکو د پمپیو پیغام له شرمه ډک بللی. د سرور خیري په نوم د خواله رسنیو یوه کارونکي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د پمپیو تازه پیغام د شرم وړ پیغام دی او خصوصاً هغو ته چې د افغانانو او مسلمانانو وژنه جهاد يادوي.»

د پمپیو څرګندونې طالبانو ته څه پيغام لري؟

طالبانو او امریکایانو د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نیټه د سولې خپل منځي هوکړه لاسلیک کړه. په دې هوکړه کې ژمنه شوې چې طالبان به په امریکایانو برېدونه نه کوي او په ۱۴ میاشتو کې به ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه وځي. د طالبانو د واکمنۍ د مهال یوه چارواکي مولوي سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هیڅ امریکايي عسکر نه وژل کېدل د سولې هوکړه لیک ته د طالبانو ژمنتیا ښيي.

مولوي سیداکبر اغا زیاته کړه: «دا اسلامي اصول هم دي چې له چا سره یو ځل تعهد وشي باید په هغه تعهد وفا شي، دا د طالبانو په صداقت دلالت کوي.»

دغه کابل میشتی پخوانی طالب مشر په روانه جګړه کې یواځې د افغانانو وژنه بدبختي وبلله او لوی لامل یې دا وباله چې ښکېل لوري طالبان او افغان حکومت تراوسه په دریم ګړي نه دي سره سلا شوي. سید اکبر اغا زیاتوي: «یو دریم ګړی باید وي چې سلامت او ملامت سره معلوم کړي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی همدا وجه ده چې جنګ روان دی او یواځې افغانان وژل کیږي.»

Afghanistan Taliban Konflikt
انځور: Getty Images/N. Shirzada

هاخوا دیني عالمان هم د طالبانو او حکومت ترمنځ پر سولې ټینګار کوي. مولوي عطاالله فیضاني دویچه ویله ته وویل چې تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې امریکایان نه دي وژل شوي، خو په چاودنو، ځانمرګو، جګړو او هوايي بمباریو کې د افغانانو وژنه دوام لري. فیضاني زیاته کړه: «ددې جګړې قربانیان افغانان دي او زما پيغام افغانانو ته دادی چې خپلو کې سوله وکړي.»

دغه دیني عالم زیاتوي، د مایک پمپیو څرګندونو دا وښوده چې د دې جګړې قربانیان باید یواځې افغانان وي.

اسماعیل شاکر – کابل