1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د فرانسې ضد مظاهرو کې په لسونو مړه او سلونو ټپیان

۱۴۰۰ آبان ۲, یکشنبه

لاهور په دویمه ورځ هم د پاکستان د پولیسو او «تحریک لبیک پاکستان» افراطي اسلامپالې ډلې د پلویانو ترمنځ د نښتو شاهد و. اعتراض کوونکي د خپل رهبر د خوشې کیدو او له پاکستان څخه د فرانسې د سفیر د ایستل کیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/426wF
Pakistan Mehrere Tote bei Protesten von verbotener Islamistenpartei
انځور: Arif Ali/AFP

د «تحریک لبیک پاکستان» افراطي اسلامپالې ډلې پلویانو د شنبې (د اکتوبر میاشتې په ۲۳ نیټه) د پاکستان په دویم لوی ښار لاهور کې مظاهرې وکړې، هغسې احتجاجونه چې په تاوتریخوالي واوښتل.

ویل کیږي چې د شنبې ورځې په ناکراریو کې لږ تر لږه پنځه تنه د «تحریک لبیک پاکستان» ډلې پلویان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې د پلویانو د اعتراضونو نوې څپه د جمعې (د اکتوبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ پيل شوې ده. اعتراض کوونکو د خپلې ډلې د رهبر سعد حسین رضوي د خوشې کولو او له پاکستان څخه د فرانسې هیواد د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.

احتجاج کوونکو د پاکستان پولیس په تیږو ویشتل. د جمعې ورځې په احتجاجونو کې دری تنه پولیسو او دوه تنه احتجاج کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۱۵ ډیر ټپیان شوي وو.

په ۲۰۲۰م کال کې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون د څرګندونو او د دغه هیواد په «شارلي ابدو» مجله کې یو وار بیا د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور د خپریدو په غبرګونو کې په پاکستان کې د تحریک لبیک د پلویان له خوا له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې ترسره شوې. د پاکستان حکومت وروسته له دغو مظاهرو د دې سخت دریځه اسلامپالې ډلې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص