نيمروز: د طالبانو په حمله کې د پوځ شل سرتيري وژل شوي
۱۳۹۹ آبان ۲, جمعهد نيمروز ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه پيښه تيره شپه (د اکتوبر ۲۲مه) د دهمزنګ په نوم سيمه کې چې د دغه ولایت د خاشرود او دلارام ولسواليو تر منځ پرته ده، رامنځ ته شوې ده.
د خاشرود ولسوال، جليل وطن دوست، دويچه وله ته وويل چې د طالبانو په دغه حمله کې د ملي پوځ ۲۰ سرتيري وژل شوي او ۶ عسکر يرغمل شوي دي. هغه زياتوي چې طالبانو د پوځ په دغې پوسته کې موجوده وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.
د هغه په وينا، طالبانو یوه اوونۍ مخکې هم د ملي پوځ پر همدې پوسته بريد کړی وو چې ۱۳ سرتيري يې وژلي ول.
د نيمروز ولایت اوسيدونکي پر امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه غندي. دوی وايي دغه ډول بريدونه د سولې بهير ته زيان رسوي.
په ورته وخت کې په نيمروز ولایت کې سيمه ايزو طالبانو د تيرې شپې حملې مسئوليت پر غاړه اخیستی دی.
نيمروز د افغانستان په سويل لويديځ کې پروت ولایت دی چې ايران سره ګډه پوله لري.
تخار
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه د دغه ولايت په شکمش ولسوالۍ کې ۳ وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
اسير وويل: «دغو ماين ښخونکو تيره شپه شاوخوا يونيمه بجه د شکمش ولسوالۍ پر سړک ماين ځای پر ځای کاوه چې ماين پر دوی چاودلی او درې واړه يې وژلي دي.»
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې يو بل ماين چې د دغه ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ پر سړک ځای پر ځای شوی وو، د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شو.
تخار د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت ولايت دی چې په وروستيو ورځو کې د خونړيو جګړو رپوټونه ورڅخه ورکړل شوي دي.