1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان کې د ریال اف ام راډیو او ورځپاڼې دفتر ته اور اچول شوی

۱۴۰۱ تیر ۲۲, چهارشنبه

د رپوټونو په حواله د سه شنبې په شپه نا معلومو کسانو په لاس جوړ شوو اور لګوونکو کورنیو وسایلو څخه په استفادې د دې رسنۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/4E3hq
Griechenland Athen | Brand im Hauptquartier der Real Gruppe
انځور: Angelos Tzortzinis/AFP

د دې برید په پایله کې د یادې رسنۍ ودانۍ ته چې د آتن په شمال کې موقعیت لري، په شدید ډول زیان رسیدلی دی.

د تو پروتو تیما «To Proto Thema» په نامه یوې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې په اور کې بند پاتې یو کارمند د اور وژونکو له خوا ژغورل شوی او روغتون ته انتقال شوی دی.

په همدې منځ کې د یونان د اورژنې ادارې په خپل ټویت کې لیکلي دي چې د شپې په اوږدو کې توانیدلي دي چې اور تر کنترول لاندې راولي.

د دغې رسنۍ بنسټ ايښودونکي نیکوس چاتزینکولاو تر برید وروسته په خپل تویتر کې لیکلي دي: »دوی مونږ ته اور واچوه او هڅه کوي چې زمونږ فعالیتونه ودروي.«

د یونان د توسعې او پانګونې وزیر ادونس جورجیادیس د چاتزینکولاو د ټویټ په ځواب کې لیکلي دي چې هغه ډاډ ورکوي چې دغه رسنۍ به بنده نه شي.

په یونان او په ځانګړي توګه په اتن ښار کې انارشستانو او بیلتون غوښتونکو په وار وار د رسنیو پر ودانیو، دولتي دفترونو او د سیاسي ګوندونو د مرکزونو په څیر ادارو باندې بریدونه کړي دي.