1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

نيويارک ټايمز: په کابل کي د ډرون وروستی قربانيان ترهګر نه وه

۱۴۰۰ شهریور ۲۰, شنبه

د نیویارک ټایمز په حواله د تیر اګست میاشتي پر ۲۹ مه په کابل کي د امریکا د بې پیلوټه طیارې وروستۍ خونړۍ حمله د چاودیدونکو موادو پر یوه موټر نه، بلکي د یوه غیرحکومتي سازمان د کارکوونکي پر موټر باندي سوې ده.

https://p.dw.com/p/40D6l
Afghanistan US-Drohnenangriff  in Kabul
انځور: REUTERS

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د کنټرولي کمرو تر ارزیابۍ وروسته د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۰مه) خپور سوي خپل راپور کي لیکلي، چي د زمری احمدي د ویشتل سوي موټر په شا کي د اوبو څخه ډک لوښي پراته وه. د هغه ورور ایمل احمدي تر دغي خونړۍ حملې یوه ورځ وروسته د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وه، چي ورور یې تروریست نه بلکه د یوه غیرحکومتي سازمان کارکوونکی ؤ. د امریکا په دغه حمله کي مجموعأ لس ملکي کسان وژل سوی وه، چي شپږ یې کوچنیان وه.

د نیویارک ټایمز په حواله احمدي د انجنیر په حیث د غذا او تعلیم په غیر دولتي بین المللي سازمان کي کار کاوه، چي مقر یې په کلفورنیا کي ؤ. فلمونه ښکاره کوي، چي احمدي او همکاران یې لوښي او یا ګیلنونه څه ډول د اوبو څخه ډکوي.

Afghanistan US-Drohnenangriff in Kabu
انځور: Khwaja Tawfiq Sediqi/AP Photo/picture alliance

د پنتاګون ویاند، جان کربي نیویارک ټایمز ته ویلي دي، چي تحقیقات اوس هم روان دي او اطمینان یې ورکړ، چي « په دنیا کي هیڅ نظامي د امریکا په مقایسه دې خبري ته توجه نلري، چي د ملکي تلفاتو څخه مخنیوی وسي.» هغه په ادامې سره وویل، چي دغه حمله د کَره معلوماتو پراساس تر سره سوې وه او «موږ اوس هم معتقده یو، چي پدې کار سره د کابل په هوايي میدان کي د عاجل تهدید مخنیوی سوی دی.»

د امریکايي پوځ په حواله د بې پیلوټه طیارې دغه حمله د داعش ملیشو پر یوه نقلیه وسیله باندي تر سره سوې ده، کومه چي د چاودیدونکو موادو څخه ډکه وه او د کابل د هوايي میدان دپاره یو بلقوه تهدید ؤ. خو د درو ملکي کسانو وژنه یې منلې ده.

اا/ق ن/اا