1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د طبعي پيښو ستونزه

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان له طبعي پيښو سره د مبارزې وزارت وايي چې تېر کال په طبعي پيښو کې په سونو افغانان مړه شوي دي. خو ایا په دغه هیواد کې د طبعي پېښو د زیانونو او خطرونو کمولو له پاره مسلکي کار کیږي؟

https://p.dw.com/p/3jqtk
Mazar-e Scharif Afghanistan Hochwasser Überschwemmung
آرشیف انځورانځور: DW

د اکتوبر ۱۳مه د نړۍ په ډیرو هيوادونو کې د طبعي پېښو د خطرونو کمولو د نړيوالي ورځې په توګه لمانځل کیږي. په افغانستان کې هرکال په سونو کسان د طبعي پیښو له امله زیانمنیږي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې یوازي همدا تېر کال په ۱۵ ولایتونو کې سیلابونو د په سونو افغانانو ژوند اخيستی او په لسونو کورنۍ یې بې ځایه کړي دي.

د ياد وزارت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن سې شنبې ( ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۳مه) ددې ورځې لمانځغونډې ته وویل: «هڅې روانې دي چې پېښو ته د رسیده ګي په برخه کې ددغه وزارت وړتیاوې ډيري کړای شي.»

جیلانی زیاتوي چې په روان ۲۰۲۰م کال کې افغانستان د طبعي پېښو د لاسختو خطرونو سره مخامخ دی، چې په دې برخه کې نړيوالو مرستو ته اړتیا ده.

د چارواکو پر کړنو نېوکې

خو منتقدین وايي، سره له دې چې افغان حکومت له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې ځانګړی وزارت جوړ کړی دی، خو د پېښو د خطرونو کمولو په اړه د پام وړ کار نه دی شوی.

Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
په پروان کې سیلابونو خلکو ته سخت تاوانونه اړولي وو.انځور: Getty Images/AFP/A. S. Arman

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي ګل محمد رسولي دویچه ویله ته وویل: «حتی دولت په هغو سیمو کې چیري چې د سیلابونو ویره ډیره ده، د سیلابونو د خطرونو کمولو له پاره منظم پلان نه لري خلکو ته لازم پوهاوی هم نشته چې څه ډول د سیلابونو له خطرونو ځان وژغوري.»

دغه افغان سناتور په حکومت کې فساد، نامسلکي ګومارنې ددې لامل بولي چې هرکال په سونو طبعي پېښو زیانمنې شوې کورنۍ له مرستو بې برخې پاتې شي.

همدا څو میاشتې وړاندې سیلابونو یواځې په پروان ولایت کې نیږدې ۱۵۰ کسان وژلي او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان کړي.

د زیانمن شویو د کره شمېرو نشتوالی

ګل محمد رسولي دا هم وویل، د افغانستان مرکزي، سویلي او شمالي ولایتونه هرکال د طبعي پېښو له اړخه سخت زیانمنیږي، خو له حکومت سره لږ تر لږه ددغو زیانونو د کچې معلوملو په اړه کره سروې هم نشته: «وزارت تراوسه سروې نه ده کړې چې په ټول افغانستان کې څومره کسان له طبعي پېښو زیانمن شوي.»

ددغه افغان سناتور په وینا کله چې له حکومت سره د طبعي پېښو د زیانمن شویو کورنیو کره شمېرې نه وي، نو هغوی ته به مرستې پر کوم بنسټ رسوي.

د وویل همدا تېر کال یوازي د فاریاب په څو ولسوالیو کې سیلابونو ۱۸ کسان وژلي او تر ۱۰ ډیر ټپیان کړی.

دغه راز تر ۴۰۰ ډير د هستوګنې کورونه ویجاړ، تر ۲۰۰ جربیه ډیر کرنیزې ځمکې اوبو لاندې کړي دي. کتونکي حکومت پړ ګڼي چې ان د یوې ولسوالۍ د طبعي پېښو زیانمن شویو ته هم رسیده ګي نه شي کولای.

اسماعیل شاکر – کابل