1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته سخت ګواښ متوجه دی

۱۳۹۹ بهمن ۳۰, پنجشنبه

په افغانستان کي د ناټو ماموریت ممکنه اوږدیدو ته په کتو سره، د آلمان د دفاع وزیرې د طالبانو له خوا ممکنه بریدونو څخه خبرداری ورکړ. د ناټو عمومي منشي بیا له طالبانو غوښتي چي له امریکا سره رامنځته سوی تفاهم رعایت کړي.

https://p.dw.com/p/3pWAH
33. Parteitag der CDU 2021 | Annegret Kramp-Karrenbauer, Parteivorsitzende
انځور: Odd Andersen/AFP/Getty Images

انه ګریت کارین باور د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د فيبروري ۱۷مه) له خپلو ناټو ملګرو سره د دوه ورځني کنفرانس پر وخت، د «نړیوالو ځواکونو او آلماني پوځ په وړاندي له یوه سخت ګواښ» څخه خبري وکړې او زیاته یې کړه چی د داسي حالت د رامنځته کیدو په صورت کي باید سخت تیاری ونیول سي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ یو وار بیا له طالبانو غوښتي چي د خارجي ځواکونو د وتلو په اړه خپل شرایط پوره کړي.

د امريکا پخواني ولسمشر ترمپ د روان کال د اپریل مياشتي تر ۳۰ نېټې پوري له طالبانو سره د خارجي ځواکونو د وتلو په اړه تفاهم کړی وو.

د ناټو عمومي منشي ستولتنبرګ ددغه ویډیويي کنفرانس تر لومړۍ ورځي وروسته اعلان وکړ چي، د ځواکونو وتل د تفاهم نامې له شرایطو سره تړلي دي. طالبان باید زورزیاتی راکم کړي، له القاعده سره خپلي اړیکي قطع کړي او په جدي ډول له افغان حکومت سره د سولي په اړه سلا مشورې وکړي. د ناټو د متحدینو هدف دادی چي د سولي خبري اتري بیرته پیل سي.

د بایدن حکومت تر اوسه د خپلو ځواکونو په اړه پریکړه نه ده کړې. له همدې کبله د جرمني د دفاع وزیره هم د ناټو د نورو غړو په شان فکر نه کوي، چي د ناټو په غونډه کي به نن د پنجشنبې په ورځ کومه پریکړه وسي.

د ناټو ځواکونه په ۲۰۱۴ کي ددغه تړون د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته، د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کي په افغانستان کی حضور لري. دغه ځواکونه د ۹۶۰۰ سرتیرو په درلودو سره، د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په برخه کي خپل ماموریت پر مخ بیايي. آلمان هم د ۱۱۰۰ عسکرو په لرلو سره د همدغه ماموریت په چوکاټ کي د افغانستان په شمال کي، تر امریکا متحده ایالاتو وروسته د ډیرو سرتیرو په درلودو سره د دوهم لوی هیواد په توګه حضور لري.

په دغه کنفرانس کي د امریکا متحده ایالاتو د دفاع نوي وزیر لاید آوستین هم ګډون کړی وو. اوس نو د ترمپ تر رهبرۍ لاندي د امریکا او آلمان ترمنځ تراوږدو ترینګلو اړیکو وروسته، د آلمان د دفاع وزیري کرامپ کارنباور د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا پیل کیدو د یوه لوی چانس څخه خبري وکړې.

د ناټو عمومي منشي همدارنګه ټینګار وکړ چي د دوو اوقیانوسونو د اړیکو د نوي پیل له پاره باید له داسي یوه خاص  او بې ساري فرصت څخه ګټه واخیستل سي.

د ناټو تړون د دفاع وزیرانو د چهارشنبې په غونډه کي په دغه پیمان کي د اصلاحاتو په گډون، د ناټو د سرمنشي د وړاندیزونو، د سیاسي مشورو د لا زیاتوالي او د نظامي بودجې د تقويې په اړه خبري وکړې.

(AFP) g.p/n.z