1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ناټو څخه له افغانستانه د راوتلو په اړه د حوصلې غوښتنه

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

امریکا له ناټو متحدینو څخه له افغانستانه د راوتلو په موضوع کي د حوصلې غوښتنه وکړه. د ناټو په غړو کي دا تشویش مخ پر ډیریدو دی چي د هغوی ځواکونه به بیرته د طالبانو تر حملو لاندي راسي.

https://p.dw.com/p/3r28I
Belgien Treffen der NATO-Außenminister in Brüssel Antony Blinken
د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکنانځور: Yves Herman/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن له پاره په ناټو کي دغه لومړنی ګډون یو سخت ماموریت وو او باید پرون سه شنبه(د مارچ میاشتي ۲۳ مه) یې بیا د خپلو متحدینو څخه د افغانستان په موضوع کي د حوصلې غوښتنه کړې وای.

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس ځکه نو د داسي یوې موافقې غوښتنه وکړه، چي پراساس یې د المانی پوځ په واسطه هم د تشدد مخنیوی وسي. 

د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ د لومړۍ ورځي تر سلا مشورو وروسته وویل، چي په افغانستان کي «هیڅ لار بې خطره نه ده. موږ باید هرڅه ته اماده یو.»

د ستولتنبرګ په خبره د ناټو د بهرنيو چارو وزیرانو په دغه جلسه کي ټولو اړخونو کوښښ وکړ، چي د «افغانستان د سولي پروسه بیرته پر حرکت راسي.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن، چي اول وار یې په دغه جلسه کي برخه اخیستې وه، وویل، چي حکومت یې د افغانستان د ارزیابۍ موضوع تر اوسه پوري نه ده تکمیله کړې.

خو جمهوررئیس جوبایدن ته دا اشاره سوې ده چي د راتلونکي می میاشتي پر اوله نېټه باندي د افغانستان څخه د ځواکونو راوتل سخت دي.

دونالد ترمپ له طالبانو سره یو تړون امضأ کړی چي پراساس یې ګرده امریکايي قواوي د اپریل میاشتي تر اخره پوري له افغانستان څخه ووځي. خو بایدن دغه توافق تر هغه وروسته وځنډاوه، کله چي د کابل د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبرو ترهغه وخته پوري کومه نتیجه ور نه کړه.

د جرمني خارجه وزیر، هایکو ماس دا خبره ښه او مثبته بولي چي د امریکا نوې اداره د ترمپ برعکس د ناټو اروپايي انډیوالان په موضوعاتو کي ورداخلوي. په خبره یې «اوس به بیرته په ګډه سره هر څه پلان کیږي او دا یو ښه تغیر دی.»

Belgien NATO l Tagung der Nato-Außenminister in Brüssel, Heiko Maas
د جرمني خارجه وزیر، هایکو ماسانځور: Virginia Mayo/AP/dpa/picture alliance

بلینکن ډاډ ورکړ،«هغه څه چي د امریکا متحده ایالات په اخره کي سرته رسوي، هغه به زموږ د متحدینو د مشورو تر اغیزي لاندی وي.»

د ناټو په جلسه کي بیا ځینو وزیرانو د امریکا په تصمیم نیولو کي د ځنډ په سبب بې حوصلګي ښکاره کوله. د یوه ارپايي هیواد خارجه وزیر چي نه یې غوښتل نوم یې افشا سي، وویل «موږ نه پوهیږو چي څه وکړو. او دا یو مشکل دی.»

د نظامي مسایلو کارپوهان همدااوس لا داسي اټکل کوي چي د اپریل میاشتي تر اخره پوري د ځواکونو راایستل د لازمو امادګیو او وخت له لحاظه ډیر لږ امکان لري. خو طالبانو بیا څو واره تهدید کړی دی، چي که امریکايي قواوي پر خپل وخت باندي له افغانستان څخه ونه وزي، نو به د ناټو پرضد خپلو جنګونو ته بیرته ادامه ورکړي.

خارجه وزیر ماس بیا د اپریل میاشتي تر اخري پوري په افغانستان کي د ناټو ماموریت د آیندې په باب «کامل وضاحت» وغوښتی. په خبره یې هغه د دې پلان حمایه کوي چي پراساس یې نظامي حضور د سولي پروسې سره وتړل سي. خو په خبره یې لازمه ده، له طالبانو سره داسي یوه موافقه رامنځته سي، چي د تشدد څخه لاس واخلي.