1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو وايي که روسیه پر اوکراین برید هم وکړي سرتیري نه ور لیږو

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

د ناټو سرمنشي، ینس ستولتنبرگ وایي چې د دغه اتحاد د یوه بشپړ غړي او یوه باوري او مهم شریک ترمنځ تفاوت موجود دی. خو پوښتنه دا ده چې که روسیه پر اوکراین پوځي حمله وکړي، نو ناټو به څه غبرگون وښیی.

https://p.dw.com/p/46JhU
Ukraine-Konflikt
انځور: Vadim Ghirda/dpa/AP/picture alliance

لویدیځ هیوادونه بیا هم پر اوکراین باندې د روسیې پوځي برید له امکانه لیري نه بولي. امریکا او بریتانیا، کیف ته وسلې استوي او د ناټو څو هیوادونو هم خپل پوځي ځواکونه د اروپا په ختیځ کې ځای پرځای کړي دي.

په عین حال کي د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې حتی پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید په صورت کې به هم د ناټو اتحاد په یوه نظامي عملیات کې برخه وانخلي.

د دغي پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه به د روسیې د دغه ډول اقدام په صورت کې اوکراین ته د ناټو د پوځي واحدونو استول له امکانه لیري وبولي، ینس ستولتنبرگ وویل: «موږ اوکراین ته د ناټو د جنگي واحدونو د استولو کومه طرحه نلرو.»

د ناټو سرمنشي وویل چې تمرکز د یوه برید پر وړاندې د اوکراین د »دفاعي وړتیا« د ښه کولو پر ملاتړ باندې دی.

ستولتنبرگ ټینگار وکړ چې د ناټو د یوه غړي او «د اوکراین په ډول یو قوي او ارزښتناکه شریک» ترمنځ توپیر موجود دی. د ناټو مشر واضح کړه چې روسیه به د یوه پوځی برید په صورت کې له سختو تحریمونو سره مخامخ سي. خو ناټو دې ته تیاره ده چي د اروپا په ختیځ کې خپل پوځي ځواکونه یو وار بیا تقویه کړي.

بریتانیا: اوکراین ته د پوځي ځواکونو د استولو امکان لږ دی

د بریتانیا خارجه وزیرې، لیز تراس د یکشنبې په ورځ »جنوري ۳۰ مه« پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید په صورت کې د خپل هیواد د ځواکونو د استولو امکان »ډیر کمزوری« بللی دی.

لیز تراس ټینگار وکړ چې د بریتانیا له پاره دا مهمه ده چې د اوکراین د پوځي ځواکونو د اړتیاوو له پوره کولو څخه ډاډه سي. خو د بریتانیا خارجه وزیرې بیا پر اوکراین باندې د روسیې پوځي حمله » ډیره ممکنه« وبلله. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن، غواړي د اروپا په ختیځ کې خپل د پوځي واحدونو شمیر دوه برابره کړي.

روسیې تیره میاشت، له ناټو او امریکا سره د یوه توافق یوه داسې طرحه وړاندې کړه چي پکښې کریملن د امنیتي ضمانت غوښتونکی سوی دی. د کریملن رهبري ټینگار کوي چې لویدیځ هیوادونه باید دا تضمین کړي چې د ناټو پوځي اتحاد به ختیځ ته پرمختگ نه کوي، دا ځکه چې دا کار د روسیې له پاره امنیتي گواښ حسابیږي.

کریملن په پام کې لري چې د ناټو په اتحاد پورې د اوکراین د یوځای کیدو مخه ونیسي. له همدې کبله روسیې خپل څه د پاسه ۱۰۰ زره پوځي ځواکونه له اوکراین سره پر گډه پوله کې ځای پرځای کړي او په دې ډول یې لویدیځ هیوادونه تر فشار لاندې راوستي دي.

د امریکا متحده ایالات او ناټو قوي گومان کوي چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، پر خپل گاونډي هیواد اوکریان باندي د نظامي برید قصد لري خو مسکو دغه ډول یو قصد ردوي.

GP/NZ/AG