1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه د پوځونو ایستل تیروتنه وه»

۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعه

آلماني متقاعد جنرال او د ناټو پخواني لوړپوړي قوماندان ایګون رمس، په افغانستان کې د طالبانو پر چټک پرمختګ حیرانتیا ښودلې ده. نوموړي د حکومتي ځواکونو وړتیا هم تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

https://p.dw.com/p/3yx7e
General Egon Ramms im Nato Hauptquartier in Heidelberg
انځور: Diemer Steffen/Sodapix AG/picture alliance

آلمانی څلور ستوري جنرال ایګون رمس د ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۰م کاله پورې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو قوماندان و. رمس د ناټو په چوکاټ کې د نړیوالو ځواکونو د افغانستان ماموریت مشري هم کوله.

ایګون رمس له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «له کومې چټکۍ سره چې طالبان پر مخ روان دي زه یې ډیر حیران کړی یم.»

د ناټو ځواکونو د ایستلو پریکړه تر پوښتنې لاندې ده

جنرال رمس وویل چې د اګست میاشتې تر پای پورې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پریکړې ډیر زیات حیران کړی دی. هغه وویل په څومره چټکۍ سره چې د پوځو د ایستلو لړۍ روانه ده د ناټو مسئولیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د ځواکونو د ایستلو پریکړې په غلط بللو سره جنرال رمس وویل چې د پوځ دغه ایستل دا د پوځ د کمولو له هغه اعلان سره په بشپړ ډول متفاوت دی چې په ۲۰۱۰م کال کې هغه وخت شوی و چې دی تقاعد کیده.

Brüssel NATO Gipfeltreffen
په بروکسل کې د ناټو مقرانځور: Brendan Smialowski/AFP/AP/picture alliance

آلمان یو وار بیا افغانستان ته د ځواکونو استول رد کړي دي. جنرل رمس وویل «په ۲۰۱۰م کال کې مونږ د ځواکونو د کمولو خبره کوله، خو هغه په ۲۰۱۴م کال کې په ډیره بیړه ترسره شول. زه دا ویلی شم چې همدا تیروتنه مونږ یو وار بیا تکراروو. مونږ په همدې میاشت کې ماموریت پای ته رسوو.»

بالاخره افغان پوځ څه کوي؟

جنرال رمس پوښتنه کوي چې بالاخره ولی افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد قوي ځوابي بریدونه ونه کړل: «مونږ افغان ځواکونو ته ښه روزنه ورکړه او امریکا دوی په بهترینو وسلو سمبال کړل. له همدې امله زما پوښتنه دا ده چې بالاخره افغان ځواکونه څه کوي؟»

د ناټو دغه پخوانی قوماندان وایي چې په لسګونو زره افغان پوځیان داسې دي چې د جګړې تجربه لري او د امریکایانو او آلمانانو له خوا روزل شوي دي «زه حیران یم چې اخر دا ټول چیرته لاړل.»

د ناټو بیړنی غونډه

د فرانسې خبري آژانس ناټو ته د نږدې منابعو په حواله ویلي دي چې د افغانستان په مختلفو برخو د طالبانو پرمختګ په پام کې نیولو سره دغه سازمان یوه بیړنۍ غونډه را بللې ده.

ټاکل شوې ده نن د جمعې (د اګست میاشتې په ۱۳ نیټه) په ورځ د مرکزي اروپا په وخت د مازیګر په ۳ بجو د ینس سټولټنبرګ په مشرې د دغه سازمان سفیران د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې د افغانستان پر موضوع بحث وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص