1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پوځي بودجې نوی ريکارډ

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

په ناټو کې د آلمان پر پوځي بودجې په کراتو بحثونه شوي، خو سږنۍ بودجه يې ډېره لوړه یعنې څه باندې ۵۳ ميليارده يورو ټاکل شوې ده. د آلمان پوځي لګښت په ۲۰۲۱م کال کې د تيرکال په پرتله، شاوخوا ۳ ميليارده يورو زيات شوی دی.

https://p.dw.com/p/3p2gn
Türkei Incirlik Tornados der Bundeswehr Luftwaffe
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان فدرالي حکومت، د ۲۰۲۱م کال دفاعي بودجه په بیساري ډول لوړه کړې او د خپل دغه تصمیم په اړه يې ناټو ته هم خبر ورکړی دی.

د آلمان د يو تلویزيون «ټاګ شو» خپرونې د يکشنبې ورځې د رپوټ په حواله، هغه بودجه چې د آلمان فدرالي حکومت په بروکسل کې د ناټو مرکزي دفتر ته اعلان کړې، څه باندې ۵۳ ميليارده یورو ده.

په دې ترتيب د آلمان سږنۍ دفاعي بودجه، د تيرکال په پرتله، چې ۵۱ ميليارده او ۳۹۰ ميليونه یورو وه، ۳ اعشاريه ۲ ميليارده يورو زياته شوې ده.

د ناټو د مرکزي دفتر لوړپوړي چارواکي هیله مند دي چې د آلمان په څير هیوادونو د دفاعي بودجې په ډيريدو سره به د ناټو سازمان د غړو هیوادونو تر منځ د دغه سازمان د بهرنۍ دفاعي بودجې د عادلانه تقسیم پر سر جنجالونه لږ شي.

د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ، په کراتو ويلي چې هغه ګومان کوي چې جو بایدن باید د امریکا متحده ايالاتو د نوي ولسمشر په توګه د خپل کار په پيليدو سره، په دې برخه کې د واشنګتن د فشارونو پر ادامې باندې حساب وکړي.

هغه د نوي میلادي کال د پيل په مناسبت، د آلمان خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي ول چې د امریکا ولسمشرانو په تيرو څو لسيزو کې د اروپايي هيوادونو د دفاعي بودجې د لوړولو له پاره هڅې کړي، او جوبايدن خو حتی د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تر بريالي کيدو دمخه له اروپايي هیوادونو څخه غوښتي ول چې په دفاعي برخه کې لا ډيره پانګونه وکړي.

Deutschland | Luftwaffenübung Elite 2010
د ناټو سازمان او د هغه د غړو هیوادونو بیرغونهانځور: picture-alliance/dpa/Isw/P. Seeger

د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې د ناټو سازمان د اروپايي غړو د دفاعي بودجې د لوړولو په برخه کې د امریکا فشارونه په شدت سره ډير شول.

ترمپ د ناټو سازمان د ۲۰۱۸م کال په سرمشريزه کې ګواښ کړی وو چې که د ناټو سازمان غړي د شوي توافق له مخې خپل دوه سلنه داخلي ناخالص تولیدات پوځي بودجې ته بیل نه کړي، امریکا به له دغه تړون څخه ووځي.

د شمالي اتلانتيک تړون غړي هيوادونه په ۲۰۱۴م کال کې ژمن شول چې خپله دفاعي بودجه به د داخلي ناخالص تولیداتو دوې سلنې ته پورته کوي.

د کرونا بحران څخه دمخه داسې تمه کیده چې د آلمان پوځي بودجه د داخلي ناخالص توليد ۱،۴۲ سلنه وي خو د کرونا وبا په دليل په عمومي عوایدو کې د کمښت له وجې دغه نسبت لوړ شوی دی.

د آلمان فدرالي حکومت په نظر د ۲۰۱۴م کال توافقاتو له مخې بودجوي سهم بندي، نامناسبه ده او د بودجې د تعينولو عامل باید تل د هغو لګښتونو له مخې وي چې د پوځي سکتور په اختیار کې ورکول کيږي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ: