1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: ناټو غواړي خپل عسکر افغانستان کې پرېږدي

۱۳۹۹ بهمن ۱۱, شنبه

ولسمشر غني د اسپن انستيتوت يوه آنلاين پروګرام ته په خطاب کې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه «ډېره زياته علاقه لري» چې خپل ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي، خو د متحده آيالاتو د ملاتړ پرته نه شي پاتې کېدای.

https://p.dw.com/p/3obZy
Weltwirtschaftsforum 2020 in Davos | Aschraf Ghani, Präsident Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کولې چې د متحده آيالاتو د ولسمشر، جو بايډن، نوې اداره له طالبانو سره د سولې د بهير ارزونه تر سره کوي. غني د اسپن انستيتوت په ملاتړ يوه آنلاين پروګرام ته په خطاب کې وويل چې د کاناډا، ناروې او جرمني له مشرانو سره يې خبرې کړې دي او همداراز د ناټو له سرمنشي، ينس ستولتنبرګ سره يې هم خبرې کړي چې په وينا يې ناټو په افغانستان کې د دغې ټلوالې د ماموريت په تداوم کې ډېره زياته علاقه لرلي.

خو نوموړي دا هم وويل چې «ناټو... بې د متحده آيالاتو د تسهيل کوونکو څخه، نه شي کولی خپل ماموريت ته دوام ورکړي،» چې د استخباراتو، هوايي ځواک او د متحده آيالاتو له خوا بېلابېل ډول ملاتړ ته يې اشاره وکړه.

غني دا هم وويل چې متحده آيالات، چې اوس يوازې ۲۵۰۰ سرتېري په افغانستان کې لري، او ناټو د شرایطو په پام کې نیولو سره د بهرنیو سرتیرو د ایستلو د اقدام په برخه کې بايد دواړه يو ډېر پياوړی دريځ غوره کړي.

غني دا هم وويل چې د بايډن اداره غواړي چې کابل ته يو پلاوی ورولېږي څو ورسره سلامشورې تر سره کړي. دا هم په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د نوې ادارې جګپوړو چارواکو د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د شوي تړون د بیا ارزونې خبره کړې ده.

امریکايي چارواکو تور پورې کړی چې طالبانو د توافق په اساس خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او له القاعده شبکې سره لا هم اړیکي لري داسې تورونه چې طالبان یې ردوي او پر امریکا د توافق د نقض کولو تور پورې کوي.