1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: افغان ځواکونه په يوازې سر امنیت ټينگولی شي

۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

له افغانستانه د ناټو او ټولو امريکایي ځواکونو وتلو ته په کتو سره داسي اندېښنې دي چې په دغه جګړه ځپلي هيواد کې به وضعيت يو ځل بيا خراب شي. خو ناټو وايي چې افغان ځواکونو اوس ډېر غښتلي دي.

https://p.dw.com/p/3u5ll
Belgien Nato weist wegen Giftanschlags sieben russische Diplomaten aus
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ له اسوشتيد پريس خبري آژنس سره په يوه مرکه کې ويلي دي چې ناټو کابو دوې لسيزې په افغانستان کې امنيت ټينګ کړی وو خو اوس هلته حکومت او امنيتي ځواکونه دومره قوي شوي دي چې د نړيوالو ځواکونو پر ملاتړ سربيره هم کولی شي په خپلو پښو ودريږي.

ستولتنبيرګ وویل چې افغان ځواکونه اوس کولی شي په يوازې سر امنيت ټينګ کړي او په دې برخه کې ټول مسؤليتونه پر ځای کړي.

ستولتنبيرګ وويل: «زما په آند افغانان هم اوس په دې پوه شوي چې موږ د شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې خپل ډېر څه، ځان او مال مصرف کړی دی.»

د ناټو عمومي منشي وويل: «که د امنيتي ځواک د وړتيا او يا د اقتصادي پرمختګ خبره وي، افغانستان په دې دواړو برخو کې ډېر مخته تللی دی.» هغه زياته کړه: «بالاخره يو وخت خو به افغانانو د خپل هيواد د امنيت او ثبات مسئوليت په خپل لاس کې اخيستلای.» 

د امنيت په اړه اندیښنې

په داسې حال کې چې امريکا او ناټو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو بهير پېل کړی دی، په هيواد کې د تاوتريخوالي په پېښو کې زياتوالی راغلی دی. د هيواد ډېري سيمې د طالبانو په ولکه کې دي او په روانه اوونۍ کې په لغمان کې د سږ میلادي کال تر ټولو شديدې نښتې وشوې.

د دې وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ستولتنبیرګ وويل چې د ناټو هيوادونه به د افغانستان د وزارتونو مشاورت او د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وويل چې پر دې سربیره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ «د ځنډ ښکار مذاکراتو» ملاتړ ته هم ادامه ورکړي.

ستولتنبیرګ زياته کړه: «موږ د افغان امنيتي ځواک له هيواده دباندې روزنې پر امکان هم غور کوو، خو تر اوسه په دې اړه حتمي پريکړه نه شوې نه ده.»

Afghanistan Ausbildung der Nationalarmee in Mazar-e Sharif
ناټو وايي چې افغان ځواکونه اوس ډېر غښتلي ديانځور: picture-alliance/dpa/J. McDougall

دمګړۍ په افغانستان کې تر نهو زرو هم لږ بهرني عسکر میشت دي چې کابو درې نيم زره ملکي عمله یې هم پکې شامله ده. دوی ټول باید د سپتمبر تر ۱۱ نېټې له افغانستان څخه ووځي.

په دې منځ کې چارواکي او کارپوهان دا اندېښنه څرګندوي چې له افغانستان څخه د امريکایي عسکرو تر بشپړ اخراج وروسته، طالبان بيا واک ته رسيدلی شي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن او د ناټو مشر به د جون پر ۱۴ نېټه په بروکسل کې د ناټو د يوې پلان شوې غونډې پر وخت سره وويني. په دې ملاقات کې به د افغانستان موضوع له مهمو موضوعاتو څخه وي.

ناټو تر وتلو وروسته هم افغان امنیتي ځواکونه روزي

کله چې د ناټو له مشر څخه له افغانستان څخه پرته د امنيتي تضمين د ورکړې په اړه وپوښتل شول، هغه وويل: «په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموريت د ختمولو له پريکړې سره خو دا خطره په هر حال کې موجوده ده. خو موږ بايد په رڼو او پرانيستو سترګو هر څه ته وګورو. که چېرې موږ هلته د پاتیدو پريکړه کوو نو دا هم خطرونه له ځان سره لري.»

ستولتنبيرګ زياته کړه: «د ډېرو جګړو خطر دی، هلته د عسکرو د ډېرولو خطر او په دوامداره توګه د پوځي ماموريت د پرمخ وړلو خطر.»

ناټو ائتلاف په ۲۰۰۳م کال کې په افغانستان کې د امنيت مسؤليت پر غاړه اخیستی وو.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل