1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پيل شوه

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته د لومړي ځل له پاره د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په فزیکي ډول په یوه دوه ورځني غونډه کې ګډون کوي. په غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو ماموریت د راتلونکي په اړه هم بحث وشي.

https://p.dw.com/p/3qzGv
Nato-Hauptquartier in Brüssel
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د وروستي ځل له پاره د ناټو غونډه چې د بهرنیو چارو وزیرانو پکې په فزیکې ډول حضور درلود په ۲۰۱۹م کال کې د کرونا ویروس تر خپریدو مخکې په بروکسل کې ترسره شوې وه. اوس یو وار بیا د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره ويني.

د رپوټونو په حواله د دغې غونډې موضوع د نوموړي تړون د راتلونکي سرمشریزې له پاره پر امادګۍ سربیره د ستراتیژیکو طرحو ارزونه، اصلاحات او د نوموړي پيمان د غړو هیوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پياوړې کول په ګوته شوي دي.

د دغو مسائلو ترڅنګ همدارنګه په افغانستان کې د ناټو ماموریت راتلونکی او له روسیې سره مناسبات چې په اوس وخت کې په شدت سره متشنجه شوي دي، په دې غونډه کې د مطرحو مواردو له جملې څخه دي.

د ولسمشر په توګه د جو بایدن د کار تر پیلولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د لومړي ځل له پاره په دې غونډه کې ګډون کوي.

تمه کیږي چې بلینکن به د دې غونډې په څنډه کې له خپل آلماني سیال هایکو ماس سره هم وويني.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ غونډه چې هغوی پکې په فزیکي ډول حضور درلود د کرونا وبا تر خپریدو مخکې د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې همدا په بروکسل کې ترسره شوې وه. په هغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت په استازیتوب په هغه غونډه کې ګډون کړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز