1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"طالبانو مو د غړو د جنازو مراسمو ته اجازه نه ده ورکړې"

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

د طالبانو ادارې یوې مخالفې ډلې ادعا کړې ده چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د دې ډلې پر وژل شویو د جنازې لمونځ ادا کړي. طالبان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Q5Ie
افغانستان | په کابل کې طالب جنګیالي
افغانستان | په کابل کې طالب جنګیاليانځور: Xinhua/imago images

څو ورځې وړاندې د آزادی جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې ډلې د څو تنو غړو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. ویل کیږي چې دا کسان په سالنګ کې له طالبانو سره د جګړې پرمهال وژل شوي.

دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو ځايي خلکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دغو وژل شویو کسانو د جنازې مراسم ترسره کړي. دا جبهه د طالبانو دا عمل د ټولو اسلامي او انساني اصولو او د "جنګي" قواعدو خلاف بولي.

اړوند مطالب:سرچینې له طالبانو سره په نښته کې د «ازادۍ جبهې» د یوه جګپوړي قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو خبر ورکوي.

خو د طالبانو ادارې مرستیال ویاند د دې جبهې دا ادعا چې د مړو جنازې لمونځ اجازه نه ده ورکړل شوې رد کړه. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «سیمه د امارت اسلامي په کنترول کې ده، خو ځواکونه د وژل شویو له مړو سره غرض نه لري. ښايي دا یوه شایعه وي، اسلامي امارت په اصولو کې دغسې کار نه کوي.»

د آزادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي دي چې طالبانو په سالنګ کې له دې ډلې سره تر جګړې وروسته، په کابل، پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د ولسي خلکو په پراخ ځورونه، نیولو او شکنجې لاس پورې کړی.

د دې جبهې ځیني غړي چې د پخواني حکومت پوځي قوماندانان ول، د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د پنجشیر د سالنګ او شتل ولسوالیو په غرونو کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې جبهې مهم قوماندان اکمل امیر له خپلو ۷ نورو کسانو سره وژل شوی دی. خو د آزادۍ جبهه تراوسه یواځې د ۷ کسانو وژل کیدل مني او د اکمل امیر د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب:

د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو پر وړاندې خنډ ګرځیدی شي؟

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته د طالبانو د بیا ورګرځېدو وروسته امیر چې د افغانستان په پخواني دولت کې د ځانګړو ځواکونو له قوماندانانو څخه ؤ، له طالبانو سره د جګړې په موخه پنجشیر ته ولاړ.

د طالبانو په لاس تر واک نېولو وروسته د ملي مقاومت جبهې ترڅنګ، د پخواني حکومت یوشمېر پوځي قوماندانانو هم د طالبانو پرضد جبهې جوړې کړي او د هېواد په ځینو برخو کې طالبانو سره جګړه کوي.