1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آذربايجان: ارمني ځواکونو جګړه نورو ښارونو ته غځولې

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

د ناګورنۍ قره باغ پر سر شخړه کې ارمنستان په ټول آذربايجان کې د بريدونو ګواښ کړی دی. په باکو کې د حکومت په حواله ارمنستان خپل دغه ګواښ عملي کړی دی. خو آذربايجان د اوربند خبره رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3jRdT
Berg-Karabach Konflikt
انځور: Aram Kirakosyan/PAN Photo via AP/picture-alliance

د جنوبي قفقاز د ناګورنۍ قره باغ پر سر تر يوې اوونۍ زياتې مودې راهيسې روانو نښتو کې ډېرو ملکيانو ته هم تلفات اوښتي دي او دا لړۍ لا دوام لري. ښکيلې خواو پر يو بل د ملکيانو د په نخښه کولو تورونه لګوي.

يو پر بل تورونه

د آذربايجان د ولسمشر مشاور حکمت حاجي يف پر تويتر ليکلي چې ارمني ځواکونو د «آذربايجان پر ملکيانو او ملکي زيربناو» راکټي بريدونه کړي دي.

د ارمنستان د بهرنيو چارو وزير بيا د آذربايجان پر ځواکونو «په شعوري توګه د ملکيانو» د په نخښه کولو تور لګولی دی.

د ارمنستان د معلوماتو په حواله د آذربايجان عسکرو د يکشنبې په ورځ يو وار بيا پر خپل سر د نومول شوي جمهوريت قره باغ پر پلازمينه ستيپاناکيرت او نورو ښارونو بريدونه کړي دي. ویل شوي دي چې په دې ترڅ کې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

آذربايجان بيا پر ارمني ځواکونو تور پورې کړی چې د هيواد پر دويم ستر ښار ګنجه یې توغندیز بريد کړی دی. په ويديويي فلمونو کې د دغه ښار ويجاړ شوي کورونه ليدل کيږي.

Berg-Karabach Konflikt
انځور: David Ghahramanyan/NKR InfoCenter/PAN Photo/Reuters

«د جګړې د ساحې پراخيدل»

د قره باغ د سيمې مشر ارايک هاروتيونيان ويلي چې امنيتي ځواکونو یې په ګنجه ښار کې پر يوې پوځي اډې باندي بريدونه کړي دي. خو د ملکيانو په مستقيم ډول د په نخښه کولو تور یې رد کړی دی. خو نوموړي په عين حال کې «د آذربايجان د دولت ټولو برخو» ته د پوځي فعاليت د غځولو ګواښ کړی دی. هغه ويلي دي چې سر له اوسه د آذربايجان د نورو ښارونو پوځي مرکزونه زموږ هدفونه دي.

د آذربايجان د ولسمشر مشاور جاحي يف وويل چې ارمني ځواکونو مينګېچيور ښار او همدا راز پلازمينې باکو ته څیرمه ابشيرون سیمه لا دمخه تر بريدونو لاندې نيولې ده. د دفاع وزير شاکر حسنوف هم د «جګړې د ساحې» د پراخيدو خبره کړې ده.

سره صليب پر بې دريغه بمباريو نيوکه کړې

د جګړې له پېل راهيسې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي چې ۴۲ یې ملکيان دي. خو د تلفاتو په اړه دا رپوټونه بشپړ نه دي. دواړې ښکيلې خواوې د مخالف لوري د زرونو عسکرو د وژلو ادعا کوي او په جګړه کې د بري خبره کوي.

د سره صليب نړيوالې کميټې پر ښارونو او کليو د بمباريو له وجې شکايت کړی دی. په ژنيو کې د دغه ټولنې له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې نړيوال قوانين «تيت او ړانده بريدونه» منع کوي. زياتې شوې چې ټولې ښکيلې خواوې د ملکيانو او ملکي زيربناو لکه روغتونو خونديتوب ته بايد جدي پاملرنه وکړي.

Karte Aserbaidschan Armenien Berg-Karabach Deutsch

يادې ټولنې ويلي چې د نښتو په نتيجه کې په سونو ودانيو، ښوونځيو او روغتونو ته زيان رسیدلی دی.

آذربايجان اوربند رد کړی دی

د آذربايجان ولسمشر الهام علي يف په يوه تلويزيوني وينا کې دې ته اشاره کړې ده چې تازه یې د اوربند هغه غوښتنه چې د روسيې، اروپايي ټولنې او امریکا له خوا شوې وه، رد کړې ده. نوموړي وويل: «آذربايجان يو شرط لري او هغه زموږ د سيمو آزادول دي.» هغه زياته کړې چې قره باغ د آذربايجان برخه ده. ارمنستان بايد دا ومني او د خپلو ځواکونو د ايستلو مهال ويش دې وټاکي. علي يف وويل چې تر هغه وروسته به يې هېواد جګړه ودروي.

آذربايجان او ارمنستان له څو لسيزو راهيسې د قره باغ پر سيمه سره وران دي. د قره باغ سيمه چې اکثريت وګړي یې آرمني نژاده دي او ۱۵۰ زره نفوس لري، په ۱۹۹۱م کال کې تر يوې جګړې وروسته ځان له آذربايجان څخه جلا کړ. خو د نړيوالو قوانينو پر اساس دغه سيمه اوس هم د آذربايجان برخه ده او د يوه خپلواک جمهوريت په توګه نه ده منل شوې.

دا چې ارمنستان د روسیې متحد دی او همدا راز آذربايجان د ترکیې له خوا ملاتړ کيږي، سيمې ته د شخړې د پراخيدو ويره ډېره ده. د جنوبي قفقاز په سيمه کې د تېلو او ګازو ځيني مهمې نل ليکي هم غځېدلي دي.