1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

له اوربند وروسته آرمنيان خپلو کورونو ته اور اچوي

۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبه

د آرمنستان او اذربايجان تر منځ تر اوربند وروسته په ناګورني قره باغ کې ځينې جنګ ځپلې سيمې آذربايجان ته سپارل کيږي. خو آرمنيان پکې اوس خپلو کورونو ته اور اچوي څو د «دښمن» لاسونو ته ونه لويږي.

https://p.dw.com/p/3lJaA
Berg-Karabach | Bewohner zünden Ihre Häuser an
انځور: Alexander Nemenov/AFP

«موږ نه غواړو چې آذربايجانيان دې زموږ په کورونو کې ژوند وکړي»، دغه خبره د چارېکتار نومي کلي يوې اوسېدونکې وکړه. «ټول به نن خپلو کورونو ته اور ورواچوي.موږ ته تر نيمې شپې پورې ضرب الاجل ټاکل شوی څو دغه ځای پرېږدو.» 

يوه آرمني سرتېري زياته کړه چې «نن يې وروستۍ ورځ ده، سبا  به د آذربايجان عسکر دلته وي.»

په نورو کليو کې هم عام خلک د تېښتې له پاره خپلې کډې باروي.ځينې خلک د داديوانک په نوم د عبادتځايونو يوې مجموعې ته ورځي چې په يوه دره کې پرته ده. دغه ځای د آرمنستان د کليسا يو تر ټولو مهم ځای بلل کيږي. يوه ۴۰ کلنه ښځه په داسې حال کې چې په سترګو کې يې اوښکې غړېدلې دي، وايي چې «دا ډېر سخت او دردونکی حالت دی.موږ راغلييو څو مخه ښه وکړو.»

Armenien Aserbaidschan | Rauch | Kämpfe um Berg-Karabach
انځور: Dmitry Lovetsky/AP Photo/picture alliance

د ارزښتونو که د خاورې په سر جنګ؟

مسيحي راهب، پدري هوهانس مسلمان اکثريت لرونکي آذربايجان ته د دغه ځای د سپارلو په هکله دا هم وويل چې هغوی «زموږ په څېر عين ارزښتونه نه لري» او زياته يې کړه چې «دغه عبادتځای زموږ دی. زه نه شم تللی.»

آرمنستان او آذربايجان د اوونۍ په پيل کې د روسيې په منځګړتوب له سختو جګړو وروسته چې شپږ اوونۍ يې دوام وکړ، د سولې پر يوه تړون باندې توافق کړی وو. د دغه تړون له مخې دواړه جنګي خواوې کولی شي په ناګورني قره باغ کې هغه سيمې وساتي چې اوسمهال يې تر کنترول لاندې لري چې دا د آرمنستان له پاره د ډېرو سيمو د له لاسه ورکولو معنی لري. 

uh/se/ن ص/خ ح 

زموږ له آرشیف څخه: