1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میانمار د پوځ پرضد په احتیاط سره احتجاجونه

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

په میانمار کي د کودتا پرضد بین المللي اعتراضونو د نوي رژیم په لومړیو ورځو کي هیڅ تغیر رامنځته نه کړ. داسي ښکاري چي په اوس وخت کي نور د دیموکراتیکو اصلاحاتو ورځي پای ته رسیدلی دي.

https://p.dw.com/p/3otBg
Myanmar Mandalay Putsch Militärkonvoi
انځور: AP Photo/picture alliance

د میانمار یا برما په دوهم لوی ښار ماندلای، کي د پوځ له خوا په زوره د قدرت تر اخیستو وروسته د اول وار لپاره په احتیاط سره د کودتا پرضد اعتراضونه تر سره سول. د رپوټونو پراساس تقریبأ شل کسان د دغه ښار د طب پوهنځۍ مخې ته سره راټول سوي ول.

مظاهره کونکو عملأ د حکومت د مشري سان سو چي، د ازادیدوغوښتنه کوله، او داسي شعارونه یې ورکول: «زموږ بندي سوې رهبره همدا اوس ازاده کړئ.» او یا:« ولس د نظامي کودتأ پرضد احتجاج کوي.»

ایا سان سوچي خیانت کړی؟

پوځ د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ اوله) د حکومت ډیر وزیران هغه وخت بندیان کړل، کله چي نوی انتخاب سوی پارلمان باید د خپلي لومړنۍ جلسې پر مهال د سان سوچي په حضور کي سره راټول سوی وای.

تر کودتا وروسته د جنوبي اسیا په دغه هیواد کي یوکلن اضطراري حالت هم اعلان سو. سان سوچي، چي په خلګو کي ډیر محبوبیت لري، تر کودتأ راوروسته په کور کي نظر بنده ده. خو نوې نظامي رهبري غواړي د سولي د نوبل د جایزې ګټونکې، سان سوچي وطن ته په خیانت باندي محاکمه کړي.

جنرالانو پر فیسبوک باندي هم د مؤقت وخت دپاره د تعلیق امر صادرکړی دی. د ترانسپورټ وزیر د محلي مخابراتي شبکو څخه غوښتي دي، چي د دې اونۍ ترپایه پوري دي فیسبوک بلاک کړي.

جنرالانو دلیل راوړی دی، چي فیسبوک د هیواد په بې ثباته کولو کي رول لري. د کودتا راهیسي د ولسي نارضایتونو اواحتجاجي عکس العملونو ویدیو ګاني دفیسبوک له لاري خپریږي.

په دغه ۵۴ میلیونه نفوس درلودونکي هیواد کي فیسبوک د انټرنیت تر نورو شبکو، لکه تویتر ډیرمشهوره دی. د فیسبوک ډیری کاروونکي داسي ویدیګاني ښکاره کوي، چي مثلأ په یوه لوی ښار یانګون کي خلګ د خپلو کړکیو څخه د نارو په وهلو سره د شپې قیودات ردوي او د دیګونو او کړايي ګانو په ټکولو سره غالمغال رامنځته کوي.

Weltspiegel 03.02.2021 | Myanmar Putsch | Protest PflegerInnen
انځور: REUTERS

له بلي خوا بیا د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش امیدواره دی، چي د جنوبي اسیا د دغه هیواد پوځ به د نړیوالو فشارونو له لاري دې ته حاضر کړي چې بیرته دیموکراسۍ ته وروګرځي. ګوتیرش د واشنګټن پوست سره په خبرو کي وویل، چي دی به هر هغه اقدام تر سره کړي، د کوم پراساس چي به په دغه مسئله کي بین المللي ټولنه سره متحده کړي. خو په خبره یې بین المللي ټولنه هم باید کافي فشار پر میانمار باندي وارد کړي، دومره فشارچي هغوی پر دې باندي پوه سي، چي هیڅ چانس نه لري او له ناکامۍ سره مخامخ دي.

پدې منځ کي د ملګرو ملتو د امنیت په شورأ کي د میانمار د کودتا په اړه د یوه ممکنه پریکړه لیک د طرحي پر فورمولبندۍ باندي توافق رامنځته سوی دی.