1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

او آی سي د افغانستان شتمنيو په آزادولو کې د مرستې ژمنه وکړه

۱۴۰۰ آذر ۲۹, دوشنبه

په اسلام آباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډې په پای کې د افغانستان د شتمنيو په آزادولو کې د مرستې ژمنه کړې ده. همدا راز د افغانستان له پاره د يوه مالي صندوق د رامنځته کولو خبره هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/44YlR
Pakistan Afghanistan OIC Konferenz
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

په پاکستان کې د اسلامي همکاريو سازمان ۵۷ غړيو هيوادونو استازو د یوې ګډې اعلاميې په تصويبولو سره ويلي چې دوی به «د [افغانستان] د مالي سرچينو د آزادولو، بانکي کانالونو د فعالولو او پېسو د جريان او همدا راز د بشري مرستو» په برخه کې مرسته وکړي.

د اسلامي همکاريو د سازمان په دې پريکړه ليک کې د افغانستان له پاره د مرستې د يوه صندوق د رامنځته کولو خبره هم شوې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي له خوا اعلان کړل شوی دا صندوق به د راتلونکي ميلادي کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان د اسلامي پراختيايي بانک له خوا رهبري شي خو د مالي مرستې دقيق شمير په اړه یې څه نه دي ويل شوي.

په پريکړه کې له طالبانو هم غوښتنه شوې چې «د بشري حقونو د نړيوالو کنواسيونونو په چوکاټ کې په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، ځوانانو، زړو او همدا راز د ځانګړو اړتياو لرونکو خلکو حقونه مراعت کړي.»

Pakistan | Premierminister | Imran Khan
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

تر دې دمخه پاکستان نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی وو چې که چېري د افغانستان اقتصادي کړکېچ دوام وکړي نو «پایلې به یې جدي وي.» دغه هيواد له همدې کبله د نړيوال مشرانو څخه غوښتنه کړې چې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په دې ترڅ کې وويل چې کې د بحران ژوريدل به ښايي د پراخې لوږې، د مهاجرو د سېلابه او په افراطيت کې د ډېروالي سبب وګرځي. نوموړي دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزير امیر خان متقي ترڅنګ د امريکا متحده ایالاتو، چين، روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازي هم پکې موجود وو، وويل: «موږ د اقتصادي سقوط خطر له پامه نه شو غورځولی.»

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وويل چې نړۍ دې ته اړتيا لري چې طالبان له عادي افغانانو جلا کړي. نوموړي وويل: «ما ملګرو ملتونو ته په ځانګړي توګه ويلي چې دوی بايد د افغانستان حکومت له ۴۰ ميليونو افغانانو جلا کړي، سره له دې چې له طالبانو سره د تېرو شلو کلونو راهيسې په شخړه کې ښکیل دي.»

نوموړي همدا راز وويل چې «هر هيواد جلا دی او په هره ټولنه کې د بشري حقونو نظر او برداشت مختلف وي«.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له پاره نړيوالو ديني عالمانو د يوې ډلې د ټاکلو پريکړه هم کړې ده، څو له طالبانو سره پر نورو سربيره «په اسلام کې د زغم او اعتدال او د ښځو له پاره زده کړو د مساوي لاس رسي» د موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.»

Pakistan | Afghanischer Außenminister | Amir Khan Muttaqi
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

تر اوسه هیڅ هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او د طالبانو د ښکيلولو پرته افغانستان د مرستې د ليږدولو له يوې ډېرې حساسې دندې سره مخ دي.

کله چې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي څخه وپوښتل شول چې آیا پر طالبانو فشار اچول شوی څو د ښځو د حقونو په څېر موضوعاتو کې ډېر ټولوشموله و اوسي، نوموړې وويل: «څرګنده ده چې دوی دا احساس لري چې هغوی [طالبان] دې لوري ته حرکت کوي.» خو قريشي زياته کړه چې «هغوی وايي موږ به په دې اړه پريکړه پر خپل وخت وکړو.»

د اسلامي همکاريو سازمان په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هم ګدون کړی وو، خو په غونډې کې يوه جلا څوکۍ ورکړل شوې او د کوم هيواد نوم یې له بيرغ سره نه وو ليکل شوی. نوموړی همدا راز د غونډې د ګډون په رسمی انځور کې نه وو راڅرګند شوی.

د اسلامي همکاريو سازمان دا غونډه په اسلام آباد کې تر سختو امنيتي تدابير لاندي ترسره شوه.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب