1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مسجدونو د خلاصو دروازو ورځ د کرونا تر سیوري لاندي

۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبه

د کرونا پانډمۍ سږکال په جرمني کي د «مسجدونو د خلاصو دروازو» پر ورځ باندي هم تأثیر کړی دی. د اکتوبر پر دریمه هرکال د جرمني د بیرته یووالي د لمانځني په ورځ په ټول جرمني کي د مسجدونو دروازې هم د غیر مسلمانو پرمخ خلاصیږي.

https://p.dw.com/p/3jGQR
Tag der offenen Moschee in Köln
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

ترکۍ اسلامي اتحادیې (دیتیب) د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ، چي په راتلونکې شنبې د «مسجدونو د خلاصو دروازو» له ورځي مراسم سږکال د کرونا بحران په سبب پر یوه وخت لږ کسان د مسجدونو څخه لیدنه کولای سي. دا چي په کوم تعداد خلګ پر یوه وخت مسجد ته ورننوزي، د مسجد په لوی والي پوري مربوط دی.

پردې سربیره لیدونکي مجبوره دي، چي په تړلو ځایو کي ماسکونه واغوندي. سربیره پردې به په دغه ورځ په کلتوري او معلوماتي پروګرامو کي هم محدودیتونه رامنځته سي.

د «دیتیب» اتحادیې د عمومي مسایلو مسؤل، ذکریا التوګ وویل، چي«مګر د مسجدونو څخه به د لیدونکو تعداد په اطمینان سره د پخوا په ډول لوړ پاته سي.»

د «مسجدونو د خلاصو دروازو» ورځ د ۱۹۹۶م کال راهیسي هرکال د اکتوبر پر دریمه د جرمني د بیرته یووالي د لمانځني د مراسمو په ورځ تر سره کیږي. دغه مراسم د مسلمانانو د هماهنګۍ شورا له خوا تنظیمیږي، چي تر ټولو لویه اتحادیه یې ترکي اسلامي اتحادیه،«دیتیب» ده. دغه اتحادیه په ټوله جرمني کي تقریبأ ۸۵۰ مسجدونه لري.

د «مسجدونو د خلاصو دروازو» د ورځي د تنظیمونکو په خبره تیر کلونه تقریباً ۱۰۰۰ مسجدونه د لیدونکو پرمخ خلاص سوي وه او پکښي معلوماتي پروګرامونه هم جوړ سوي وه. هغوی وايي، چي په وروستیو کلونو کي د کاله تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ غیر مسلمان لیدونکو د مسجدونو څخه لیدنه کړې ده.

سږکال د«مسجدونو د خلاصو دروازو» ورځ په «غیر معمولي او استثنايي وخت کي عقیده» تر شعار لاندي دایریږي.

زموږ له آرشيف څخه: