1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف: هيله ده د مسکو خبري به تر دوحې گټمني وي

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرگي لاوروف په وينا سره پيل سوه. هغه هيله وښوده چي د نن ورځي غونډه به بين الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

https://p.dw.com/p/3qnpJ
Venezuela Reaktionen auf die US Sanktionen gegen PDVSA Sergei Lawrow
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډي ته د وينا پر مهال وويل: «په تاسف سره د افغانستان د سولي په اړه د دوحې خبرو اترو تر اوسه مثبتي پايلي نه دي لري.»

هغه زياته کړه: «موږ هيله مند يوو چي د نن ورځي خبري به بين الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.»

د افغانستان په اړه د مسکو غونډي ته پر افغان سياستوالو سربيره د طالبانو استازي او د سيمي د ځينو هيوادونو استازي هم ورغلي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف غونډي ته په وينا کي وويل چي د افغانستان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی. هغه زياته کړه چي هلته افراطي ډلي په ځانگړې توگه داعش غواړي چي په وسله وال زورزياتي سره خپل موقف پياوړی کړی.

هغه وويل: «په افغانستان کي دواړي غاړي ډېر تلفات لري او ملکيان هم وژل کيږي. په ځانگړې توگه بيا دا د اندېښنې وړ ده چي ترهگري ډلي په اول قدم کي داعش تلاښ کوي چي له دغي لاري په افغانستان کي ځيني سیمي په خپل کنترول کي کړي. داعش تر ډېره د افغانستان په شمال کي خپل فعالت زيات کړی، څو منځنۍ اسيا ته خپله مفکوره وغځوي.»

له طالبانو سره د امريکا توافقنامه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل چي مسکو غواړي واشنگټن او طالبان د تيرکال په فيبروري مياشت کي د دواړو اړخونو ترمنځ لاسليک سوي هوکړي ته ژمن پاته سي.

هغه وويل چي د ترويکا چوکاټ (روسيه، چين او امريکا) چي وروسته بيا پاکستان هم ور زيات سو، په دې خاطر جوړ سو چي بين الافغاني خبرو ته لار هواره کړي: «دغه مکانيزم چي په ۲۰۱۹م کال کي يې کار پيل کړ، د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ خبرو اترو په اسانولو کې يې د پام وړ مثبت رول لرلی، چي وروسته بيا په يوه تړون سره پای ته ورسېدلې. موږ له دواړو اړخونو څخه غواړو چي دغه تړون ته چې د ملگرو ملتونو ۲۵۱۳ قطعنامه يې ملاتړ کوي، ژمن پاته سي.»

د روسيې ملاتړ

لاوروف ډاډ ورکړ چي افغانستان د وسله وال زورزياتي ختمولو او تلپاتي سولي ټينگښت ته په لار موندلو کي د روسيې پر ملاتړ باندي تکيه کولای سي: «روسيه له دوست هيواد افغانستان سره خپلو هراړخيزو اقداماتو ته دوام ورکوي، څو په دغه هيواد کي د اوږدې مودې وسله والي شخړي پای ته رسولو او تلپاتي سولي په راتگ کي مرسته وکړي.»

هغه په جگړه کي پر ښکېلو غاړو ږغ وکړ چي زورزياتی ختم کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير غوښتنه وکړه چي د خبرو اترو پر مېز دي انعطاف پذيزي وي، دې ته دي تيار وي چي تر يوڅه تير سي او داسي غوښتني دي نه وي چي هغه د منلو وړ نه وي: «يوازي له دې لاري موږ کولای سو د اساسي پوښتنو حل ته ور نژدې سو. په حقيقت کي دا زموږ د نن ورځي د غونډي معنی ده.»