1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيا ته په يوه ورځ ۵۰۰۰ مهاجر رسېدلي دي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

په زرونو پناه غوښتونکي په لامبو وهلو او یا کیښتیو کې له افریقا سره د اروپایي اتحادیي له سمندري سرحد څخه په تیریدو د هسپانيا خاورې ته داخل شوي دي. په دوی کې ډېر ماشومانو هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3tYXv
Spanien | marokkanischen Migranten erreichen die Küste von Ceuta
انځور: Antonio Sempere/EUROPA PRESS/dpa/picture alliance

هسپانوي چارواکي وایي چې د می پر ۱۷ نېټه نږدې ۵۰۰۰ کسان د مراکش له سرحد څخه په تیریدو د هسپانيا سیوتا سیمې ته ننوتل. په یوه ورځ د هسپانيا د سيوتا سمي ته د دومره ډېرو پناه غوښتونکو رسیدل یو نوی ریکارډ دی.

دغه زیاتوالی په داسې وخت کې رامنځته شوی دی چې هسپانيا د درملنې په نوم په خپل هیواد کې د یوه یاغي مراکشي سیاستوال د ساتلو پریکړه کړې ده. په دې وروستیو کې مراکش د هسپانيا پر ضد په دیپلوماتیکه توګه اعتراض هم کړی دی.

په زرونو ځوان پناه غوښتونکي چې نږدې ۱۰۰۰ کسان يې قانوني عمر ته نه دي رسېدلي ماشومان هم شامل دي، تر شدید کنترول لاندې سرحد څخه د اوبو له لارې په تیریدولو سره سیوتا ته رسیدلي دي.

له دې ډلې یو شمیر یې د بادي کیښتیو او یا ټوپونو په مرسته له اوبو پوري وتلي دي. د سیمه ایزو رسنیو په حواله په دې هڅه کې يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیوتا او میلیلا هسپانوي څنډې یوازنۍ ځمکنۍ پولې دي چې اروپایي اتحادیه له افریقا سره نښلوي او اروپا ته د رسیدو خواهش لرونکي اکثره کسان له همدې لارې کار اخلي.

د روان کال له جنورۍ څخه د می تر نیمایي پورې یوازې ۴۷۵ کسان توانیدلي ول چې ځانونه سیوتا سرحدي سیمې ته ورسوي، خو د دوشنبې په ورځ په ناببره توګه نږدې ۵۰۰۰ کسان دغې سیمې ته ننوتل.

Spanien | marokkanischen Migranten erreichen die Küste von Ceuta
انځور: Antonio Sempere/AP Photo/picture alliance

مراکش ولی له هسپانيا ناراضه دی؟

سیمه ایزو چارواکو تور لګولی دی چې د دیپلوماتیکو جنجالونو له امله د مراکش سرحد ساتونکو په آګاهانه توګه نرمي کړې ده چې له امله یي داسې یو څه پيښ شوي دي.

د مراکش د پولیساریو جبهې رهبر براهیم غالي له تیرې میاشتې راهیسې د کووید-۱۹ ناروغۍ د درملنې په موخه په هسپانيا کې دی او له همدې امله په دې وروستیو اونیو کې د رباط او مادريد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي دي.

دغه رهبر له مراکش څخه د لویدیځ صحرایي سیمو د آزادۍ په خاطر جنګیږي.

کارپوهان وایي چې د دې شخړې له امله هغه تړون هم د لغوه کیدو له خطر سره مخامخ دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د غیر قانوني مهاجرت د مخنوي په خاطر رامنځته شوی دی. مراکش له همدې امله پر هسپانيا سختې نیوکې هم کړي دي.

شواهدو ته په کتلو سره داسې معلومیږي چې د مراکشي پوله ساتونکو له خوښې پرته په دومره لوړ شمیر کې له سرحد څخه د پناه غوښتونکو تیریدل آسانه کار نه وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز