«د المپیک کمېټې ۷۰۰ غړي لا په افغانستان کې بند پاته دي»
۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبهد المپیک نړیوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۶مه) وویل چې په افغانستان کې د دې کمېټې ۷۰۰ غړي بند پاته دي او له خطر سره مخامخ دي.
د همدې میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمېټې مشر، توماس باخ ويلي ول چې په توکیو کې د المپیک سیالیو ټول افغان لوبغاړي او همدا راز د ۲۰۲۲م کال د ژمنیو المپیک له پاره دوه تنه نور افغانان له دې هیواده وتلي دي.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته او د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو وروسته يو شمېر افغانان له افغانستان څخه ووتل او په نورو هیوادونو کې میشت شول.
د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې «په دوی کې ډېري ښځې او ورزش کاري نجونې دي او همدا راز داسې کسان پکې شامل دي چې د دوی ملاتړ کوي او یا سپورت ته د ښځو لاسرسۍ ممکن کوي.»
د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې دوی په دې برخه کې دوه ډوله همکارۍ کوي: «لومړی دا چې دوی خوندي هیوادونو ته د دوی د ایستلو په برخه کې ټولې هڅې کیږي.» دوهم دا چې د المپیک نړیوالې کمېټې ته خبر ورکړل شوی چې په افغانستان کې د دوی بند پاته غړي په دغه هيواد کې د روان بشري ناورین له کبله د خوړو او جامو له نشتون سره مخامخ دي.»
د المپیک نړیوالې کمېټې په خبره، د قطر ملي المپیک کمېټه په دواړو برخو کې له دوی سره مرسته کوي. د المپیک نړیوالې کمېټې په خبره قطر دوی ته د بشري مرستو رسولو او همدا راز له کابل څخه د وتلو له پاره په لوجیستیکي برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.