1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي خارج کي مېشت خپلوانو ته اوس لږ پيسې لیږي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبه

کله چي کار نه وي، پیسې هم نسته: کرونا ډیر مهاجرین بیکاره کړل چي نه سي کولای خپلو کورو ته پیسې هم واستوي. دغه ډول یو حالت تقریبأ ۸۰۰ ميلیونه هغه انسانان په خطر کي اچوي چي ژوند یې د خارج څخه د پیسو په ورلیږلو پورې تړلی دی.

https://p.dw.com/p/3k5yg
Sierra Leone - Western Union Filiale in Makeni
انځور: Tom Schulze/picture-alliance

یو سریلانکايي، سنیل اِن،  د ایمیل له لاري د کومک غوښتنه کوي او وايي «موږ باید د ډوډۍ خوړلو څخه منصرف سو. د ټورسټانو دغه لارښود متردد دی او وايي «حکومت بیرته د کرونا قیودات وضع کړل. کرونا بیرته پراخیږي. موږ هیڅ پیسې نه لرو چي غذايي مواد په رانیسو. موږ اوس فقیران یو.»

همدا یو څو کاله دمخه لا هغه چي ډیري ژبي یې زده دي، د جرمني څخه ورغلو ټوریستانو ته به یې د سریلانکا جزایر ورښکاره کول. دغه ټوریستان چي به تل په منظم ډول سره هلته ورتلل، اوس د کرونا په سبب نه ورځي.

په دې منځ کي سنیل اِن او فامیل یې د خارج څخه دوستانو او خپلوانو ته محتاجه دی، چي د ژوندي پاته کیدو پخاطر پیسې ورولیږي. ځکه چي کرونا د سریلانکا سیاحتي څانګه کاملأ فلج کړې ده.

ضرورتونه ډیریږي، پیسې کمیږي

که هغه په سریلانکا، چین، مکسیکو، نایجریا، افغانستان ، فلیپین او یا بل هر هیواد کي وي، اوس اکثریت انسانان د خارج څخه د دوستانو او خپلوانو کومکو ته محتاجه دي. دا ځکه چي د کرونا پانډمۍ او د هغه سره مل قیودات اکثریت کسان بیکاره او د غربت سرحد ته ورسول. خو په همدغه وخت کي چي هغوی ډیر محتاجه او کومکونو ته ضرورت لري، د خارج څخه هم ډیري پیسې نه ورلیږل کیږي. ځکه چي هلته هم د کرونا د قیوداتو په سبب اکثریت انسانان، په خاص ډول بیا مهاجرین او پناه غوښتونکي بیکاره سوي او د خپلوانو سره لږ یا هیڅ کومک کولای سي.

Western Union Geld Geldtransfer Kuba
ويسترن يونين د پیسو د ليږد تر ټولو چټکه لارانځور: AFP/Getty Images

د جهاني بانک ویاندې، الکساندرا هیرناندیس دویچه ویلي ته ویلي او دا خبره یې تایید کړې ده، چي د همدې کال په اپریل او می میاشتو کي ډیري لږ پیسې انتقال سوي دي. په خبره یې که څه هم په جون او جولای میاشتو کي یو څه ډیري پیسې انتقال سوي دي، خو دا خوشبینه نه ده او وايي « د مهاجرینو په منځ کي د بیکارۍ د بې حده لوړي درجې او اقتصادي بحران په سبب موږ کولای سو اټکل وکړو، چي د پيسو انتقال به نور هم راکم سي.»

په ۲۰۱۹ م کال کي لا مهاجرینو خپلو اصلي هیوادونو ته تر ۵۵۰ ملیارډه ډالره اضافه پیسې لیږلي وې، چي ۱۳۰ ملیارډه یې د اروپا څخه وې. د ۲۰۲۰ م کال په اپریل کي لا جهاني بانک د کرونا بحران په سبب د دغي اندازې د ۲۰ فیصدو د راکمیدو اټکل کړی ؤ. دغه خبره د کنوماډ (Knomad) په نامه شبکه هم تائیدوي، کومه چي د پیسو د انتقال او پرمختیايي کومکونو په اړه یوه شبکه ده.

د خارجیانو د پیسو انتقال د دولتونو تر پرمختیايي کومکو ډیر دی

د کنوماډ شبکه وايي چي «د تقریبأ ۸۰۰ ميلیونه انسانانو هغه ضرورت چي د خارج څخه د پیسو ورلیږلو ته مجبوره دي، نور به هم سخت سي. د هغوی په اصلي هیوادونو کي اقتصادي ثبات هم د خطر سره مخامخ دی» ځکه چي خارجیان خپلو اصلي هیوادو ته تر هغه ډیري پیسې انتقالوي، تر کومو چي دولتونه یې د پرمختیايي کومکو په نامه د دغو هیوداونو سره کوي.

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شۍ: