1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي پر ضرورت ټینګار شوی

۱۴۰۱ تیر ۲۵, شنبه

امریکا او سعودي عربستان په یوه ګډه اعلامیه کې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي او همدارنګه د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې د دغه هیواد د مداخلې د مخنیوي پر ضرورت ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4EERh
Saudi Arabien | US-Präsident Biden trifft MSB
انځور: Evelyn Hockstein/REUTERS

رویټرز خبري آژانس د سعودي د رسمي خبري آژانس په نقل رپوټ وکړی دی چې امریکا او سعودي عربستان د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دغه اعلامیه سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د سفر له پيلیدو څخه یوازې څو ساعته وروسته خپره شوې ده. بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په دریمه ورځ د جمعې په مادزیګر له تل آبیت څخه د یوه مستقیم پرواز په ترڅ کې د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسید او د دغه هیواد له ټولواک او د هغه د ولیعهد سره یي ولیدل.

همدارنګه جو بایډن په دې بیانیه کې د "امنیت، سرحدونو دفاع او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې له ځان څخه د دفاع له پاره د اړینو وړتیاوو د ترلاسه کولو په برخه کې د سعودي عربستان شاهي نظام ته د آسانتیاو برابرولو په برخه کې د متحده ایالاتو پر «دوامداره ژمنې» ټینګار وکړ.

امریکا او سعودي په دغه ګډه اعلامیه کې د ایران له خوا د «نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د نیابتي پوځي ډلو له طریقه د سیمې د بی ثباته کولو له پاره له ترهګرۍ څخه د ملاتړ» د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ریاض او واشنګټن په داسې حال کې پر دغو مواردو ټینګار کړی دی چې د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د «یورشلیم د اعلامیې» تر لاسلیک کیدو وروسته، ایران امریکا او د هغې متحدینو ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې د دوی هر ډول تیروتنه به د ایران له خوا له سخت او پښیمانه کوونکي ځواب سره مخامخ شي.

د یورشلیم یا بیت المقدس د اعلامیې یو له مهمو ټکو څخه لکه د امریکا او سعودي د ګډې اعلامیې په شان د ایران له ګواښونو سره مقابله او اټومي وسلو ته د دغه هیواد د لاسرسي خطر و.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ په یوه وینا کې وویل چې «په سیمه کې د پردیو او امریکایانو مداخله به د نا امنۍ او کړکیچ پرته بله نتیجه ونه لري.»

ولیعهد ته د بایډن خبرداری

بایډن په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي چې مخکې تر دې د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي د منتقد خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو له امله د امریکا او سعودي مناسبات خراب شوي و.

ورځپاڼه: د خاشقجي په قضیه کې شکمن کسان د سلمان اطرافیان دي

د امریکا استخباراتي بنسټونه په دې باور دي چې شخصاً محمد بن سلمان په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د نیولو او وژلو امر کړی و.

Saudi Arabien US-Präsident Biden und MSB
جو بایډن د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدلانځور: BANDAR ALGALOUD/REUTERS

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره یي په لیدنه کې خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکي کې باید د حکومت د منتقدینو پر وړاندې له تاو تریخوالي څخه کار وانه خیستل شي.

بایډن د سعودي له ولیعهد سره تر لیدنې کنتې وورسته وویل چې هغه ولیعهد ته واضحه کړې ده چې د جمال خاشقجي د قتل په څیر یو نوی عمل به د امریکا له خوا له «ځواب» سره مخامخ شي.

بایډن د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و چې د خاشقجي د قتل له امله له سعودي سره باید د یوه «کرکجن» حکومت په توګه چلند وشي.

په همدې منځ کې پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې په نړیواله کچه تر اندازې زیات د نفتو د بیو لوړیدو وضعیت تغیر کړ او دواړو هیوادونو د خپلو اړیکو بیا رغونې ته مخه وکړه.

مخکې تر دې هم ډیر شمیر کارپوهانو ویلي وو چې په سیمه کې د ایران ګواښونه او همدارنګه د «نفتو بازار» به د سعودي او امریکایي مشرانو د خبرو اترو محوري موضوعات وي.

ټاکل شوې ده چې بایډن به نن شنبې (د جولای میاشتې ۱۷ نیټه) د فارس خلیج د همکاریو شورا په غونډه کې ګډون وکړي. په دغه شورا کې سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، قطر، عمان او کویت هیوادونه غړیتوب لري.

د العربیه شبکې د رپوټ پر بنسټ په دغه شورا کې به د فارس خلیج د همکارۍ شورا د مشرانو سربیره د مصر، اردن او عراق مشران هم ګډون ولري.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا.