1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د «پېغلي» د کلمې د له منځه وړلو۵۰ کاله کيږي

۱۳۹۹ بهمن ۳۰, پنجشنبه

په اکثرو هغو ټولونو کي چي د ښځو په مقابل کي تبعیض موجود دی، یعني دا چي ښځه دي په کوم نامه یاده سي د هغې په واده یا نه واده کولو پوري اړه لري.۵۰ کاله مخکي آلمان پریکړه وکړه چي د «پیغلي» د کلمې استعمال دي منع سي.

https://p.dw.com/p/3pXuV
Frau vor Ziegelwand
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Design Pics/S. Nagy

په اوسني عصر کي تل ژبي ته له ښځو سره د چلند په برخه کي د یوې ټولني د پرمختګ یا نه پرمختګ او د مردسالارۍ د زړې عنعنې څخه د لیري کیدو د معیار په سترګه کتل کیږي. د مردسالارۍ په فرهنګ پوري د نه واده سوي یا مجردي ښځي له پاره د «پیغلي» د کلمي کارول یوه له دغو مواردو څخه ده.

تقریباً په ټولو ژبو کي د مردسالارۍ زهرجنه دغه کلمه موجوده وه او اوس هم استعمالیږي. په فرانسه کی دغو ښځو ته د مادموزل خطاب کیده. په انګلیسي کي میس، په ایټالوي کي سینیورینا، په اسپانوي کي سینیوریتا او په سویډني کي فروکن.

پنځوس کاله مخکي لومړی هیواد چي د مجردو ښځو پر وړاندي ددغي توهین آمیزه او له جنسیتي تبعیضه ډکي کلمي په وړاندي ګام پورته کړ، هغه آلمان وو.

د پیغلي د کلمي معادل یعنی فرویلاین (Fräulein) د شلمي پیړۍ په سر کي د هغو مجردو ښځو له پاره استعمالیدی چي کار او معاش به یې درلود. کله چي به یوې فراولایني واده وکړ نو هغې ته یې فراو «Frau» یا ښځه وایه او له کوره دباندي به یې کار هم پای ته ورسید. دا ځکه چي دا عنعنه وه چي نارینه باید ډوډۍ پیدا کړي او یا به هم نارینه هغې ته د کار اجازه نه ورکوله.

خو تر دوهم نړیوال جنګ وروسته کله چي اکثره نارینه په جنګونو کي ووژل سول، ډیري داسي ښځي وې چي نه یې واده کړی وو او نه یې هم کوچنیان درلودل. او له هغه وخته د پیغلي یا «فراولاین» د کلمې د له منځه وړلو له پاره د ښځو شکایتونه چي هغوی نور نه غواړي د پیغلي په نامه ونومول سي، ډیر سول.

د هغوی  زیاتره یې د ښځو وزارتونه ته هم ورسیدل. د جرمني د کوبلینس ښار په آرشیف کي د ښځو له خوا دغه ډول لیکونه پراته دي، یوې ښځي لیکلي: «زه نه غواړم یوه زړه پیغله ونومول سم، بلکي غواړم د یوې داسي ښځي په سترګه راته وکتل سي چي خپل ژوند پر مخ بیایم او د بالاپوښونو د خرڅلاو په یوه لوی شرکت کي اسیستانته یمه.»

د ډیرو فشارونو او اعتراضونو په نتیجه کي په اروپا او په خاص ډول په جرمني کي د محصلینو د پاڅون په زیاتیدو سره چي غوښتل یې د پیغلي کلمه حذف سي، بلاخره د جرمني حکومت د ۱۹۷۱م کال د فبرورۍ پر ۱۶ مه پریکړه وکړه چي په ادارو کي دي هغو ښځو ته هم د «فراو» یا ښځي خطاب وسي چي د بلوغ سن ته رسیدلې وي او واده یې نه وي کړی او د پیغلي یا فراولاین توهین آمیزه کلمه باید نور ونه کارول سي.

خو پر دې اقدام هم څه موده وروسته انتقادونه وسول. دا ځکه چي د دولت یو مامور به څنګه پوهیدی چي دغه مجرده ښځه بالغه ده او که نه. د مخالفینو ټینګار داوو چي اصلاً ددغي کلمې استعمال د ښځو سره د تبعیض نخښه ده.

خو بلاخره د اویایمي لسیزي په نیمايي کي دولتونه مجبور سول چي د پیغلي یا فراولاین د کلمي استعمال په ټولو مکاتباتو او اداري مراوداتو کي منع اعلان کړي او اوس ټولو ښځو ته د « فراو» یا ښځي خطاب کیږي.

فرانسې بیا نورو ۴۰ کلونو ته اړتیا درلوده: بلاخره یې د ۲۰۱۲م کال په فبروري مياشت کي پریکړه وکړه چي د «مادموازل» د کلمې استعمال په اداري کتیبو کي له منځه یوسي. دغه ډول پریکړه د ښځو د حقونو د فعالانو د څو کلنو هلو ځلو نتیجه وه چي ټینګار یې کاوه، ښځي مجبوري نه دي خپل مدني حالت، یعني دا چي متاهلي دي که مجردي، توضیح کړي. او دا داسي یو کار وو چي نارینه یې توضیح کولو ته مکلف نه ول او له تبعیضه ډک دغه ډول قید و شرط څخه معاف ول.