مایک ټایسن تر ماتې وروسته؛ دا به مې وروستۍ سیالۍ نه وي
۱۴۰۳ آبان ۲۶, شنبهد جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې پر۱۵مه) تر ۱۹ کلونو وروسته د سوک وهنې پخوانی اتل مایک ټایسن د یوټیوبر او سوک وهونکي جیک پاول پر وړاندې دامریکا په ټکزاس کې د سیالۍ ډګر ته داخل شو. د سوک وهنې تر اتو راونډونو وروسته بلاخره د مایک ټایسن رقیب دغه سیالۍ وګټله.
اته پنځوس کلن مایک ټایسن، د ۲۷ کلن جیک پاول پر وړاندې تر یادې سیالۍ وروسته چې د نیټفلیکس له لارې خپریدله وویل چې په دې توګه یې نورو سیالیو ته هم لاره هواره کړې ده. مایک ټایسن د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا به وروستی ځل وي چې د سوک وهنې رینګ ته داخلیږي وویل: «نه پوهیږم. په شرایطو پورې تړلې ده خو زه فکر نه کوم چې وروستی سیالۍ به مې وي.»
کله چې له مایک ټایسن څخه د خپل بل سیال په هکله پوښتنه وشوه، ټایسن د خلکو په ډله کې لوګن ته اشاره وکړه. لوګن د جیک پاول ورور دی.
د سوک وهنې د ډیر وزن لرونکي دغه نړیوال اتل همدا راز زیاته کړه چې په دغې سیالۍ کې له خپلې لوبې او مبارزې «په بشپړه توګه خوښ دی.»
ټایسن د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل: «پوهیدم چې هغه [پاول] ښه لوبغاړی دی. ما د چا له پاره څه شي په اثبات نه دي رسولي بلکې دا مې یوازې د خپل ځان له پاره وو. زه د هغو کسانو له ډلې نه یم چې د نړۍ د خوښ ساتلو له پاره بیرون ته ځي، زه یوازې د هغه کار له کبله چې کړي مي دي، خوښ او راضي یم.»