1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرت پر موضوع د سرمشریزي غوښتنه

۱۴۰۱ بهمن ۱۷, دوشنبه

په ۲۰۲۲م کال کې په آلمان کې د مهاجرو شمیر ډېر لوړ شوی و. حکومتي ګوندونه غواړي د مهاجرت سیاست یو ځل بیا تنظیم کړي. اتحادي ګوندونو د آلمان د مرکزي حکومت او ایالتونو د سرمشریزې رابللو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4N95A
Deutschland | Nancy Faeser besucht Brokstedt nach Messerattacke in Zug zwischen Kiel und Hamburg
انځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر آلمان ته په ډېر لوړ شمیر کې د مهاجرو د راتګ په پام کې نیولو سره د مهاجرت پر موضوع یوه بله سرمشریزه رابولي.

فایزر د یکشنبې په ورځ د ZDF تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې نوموړې به په همدې اونۍ کې یو وار بیا ټول ښکیل اړخونه یوې غونډې ته را وبولي، څو پر ښاروالیو فشار راکم او ستونزو ته یي رسیدګي وشي.

له جبري عسکرۍ څخه تښتیدلي په زرګونو روسان المان کې دي

په دې غونډه کې به د مالي مرستې او همدارنګه د کورونو جوړولو پر موضوع بحث وشي، څو په بیړه اضافي کورونه جوړ کړای شي.

سربیره پر دې فایزر غواړي د اروپايي اتحادیي پر غړو هیوادونو د مهاجرو د بهتره ویشلو په خاطر فشار واچوي. مخکې تر دې ایالتونو او ښاروالیو او همدارنګه اتحادي ګوندونو او زرغون ګوند غوښتنه کړې وه چې دې موضوع ته دې لومړيتوب ورکړل شي او د مهاجرت سرمشریزه دې را وبلل شي.

دا خبره د هیسن ایالتي لومړي وزیر بورس راین د یکشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې واضح کړې ده. هغه ویلي دي چې نوموړې داسې تصور لري چې مرکزي حکومت تر اوسه پورې هغه ستونزمن وضعیت چې ایالتونه او ښاروالۍ ورسره مخامخ دي، هیڅ درک کړی نه دی.

په ۲۰۲۲م کال کې المان ته په ډیر لوړ شمیر کې مهاجر را رسیدلي دي
په ۲۰۲۲م کال کې المان ته په ډیر لوړ شمیر کې مهاجر را رسیدلي ديانځور: Jens Schicke/IMAGO

د آلمان صدارعظم اولاف شولڅ د رد شویو مهاجرو د زر اخراجولو غوښتنه کړې.

نوموړي د «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته وویل: «کله چې المان هغو کسانو ته چې تر تعقیب لاندې وي محافظت تضمینوي، نو هغه کسان چې د دې محافظت مستحق نه دي باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.»

خو د دې له پاره یو شرط دا دی چې اصلي هیوادونه باید خپل اتباع بیرته ومني یا تسلیم شي.

شولڅ زیاته کړه: «لویه ستونزه همدا ده. اوس باید دغه لویه ستونزه په پریکړنده ډول حل کړو.» د دې په بدل کې آلمان له دغو هیوادونو څخه مهارت لرونکي او مسلکي کارګرو ته په قانوني ډول د راتګ لاره پرانیزې.

د مهاجرت د تړونونو له پاره د آلمان نوي ځانګړي استازي یواخیم شټمپ د آلمان د مهاجرت سیاست په مسیر کې د بدلون خبر ورکړ. هغه وویل آلمان غواړي چې په افریقا کې د پناه غوښتنې د اروزل کیدو پر بهیر غور وکړي.

په دې توګه به په مدیترانې سمندر کې ژغورل شوي کسان د دوی د پناغوښتنې دوسیو د ارزول کیدو په خاطر شمالي افریقا ته استول کیږي، خو دغه پروسه ډیر دیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا لري او دا یوه اوږده پروسه ده.

د مهاجرو له پاره انلاین پوهنتون کې د داخلې تقاضا ډیره شوې

شټمپ وویل نړیوال معیارونه باید په افریقا کې هم وساتل شي، د «اف ډي پي» ګوند دغه سیاستوال د دې ترڅنګ اعلان وکړ چې هغه غواړي له دریمو هیوادونو سره هم د مهاجرت د توافقنامو په لاسلیک کولو سره د غیر قانوني مهاجرتونه تر کنترول لاندې راولي. هغه ټینګار وکړ: «یوازې په کټارو او اغزن سیمونو سره د غیر قانوني مهاجرتونو مخه نه شي نیول کیدلی» اغیزمن موافقتنامې کولی شي تضمین کړي چې «خلک په لومړي پړاو کې صحراو ته لاړ نه شي، او په مدیترانه کې داسې کښتیو کې سپاره نه شي چې د سفر کولو جوګه نه دي او په اغزنو کټارو وانه وړي، څو یوازې دلته د پناه غوښتنې سیستم ته داخل شي، د کوم پورې چې دوی تعلق نه لري، ځکه دوی په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندې نه دي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز