1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه: پر ښوونځي د اسرائیل حمله کې د درنې مرګ ژوبلې رپوټونه

۱۴۰۳ مرداد ۲۰, شنبه

په غزه کې د حماس تر حاکمیت لاندې حکومت د شنبې په ورځ وويل پر یوه ښوونځي د اسرائيلي ځواکونو حمله کې له ۱۰۰ ډېر فلسطينیان وژل شوي دي. خو د اسرائيل پوځ ويلی چې په دغه ښوونځي کې د حماس د قوماندې یو مرکز وو.

https://p.dw.com/p/4jJs4
Gazastreifen Gaza | Zerstörung nach israelischem Angriff auf Schule
انځور: Omar Al-Qattaa/AFP/Getty Images

د اسرائيل پوځ د غزې ښار په منځ کې دغه ښوونځی د «حماس د قوماندې او کنټرول یو مرکز» بللی دی. پر دغه ښوونځي د اسرائيل ځواکونو هوايي حمله د شنبې ورځې (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۰مه) په لومړیو ساعتونو کې شوې ده.

رويټرز خبري آژانس بیا د حماس د مطبوعاتي څانګې له قوله ليکي چې په دغه ښوونځي کې له جګړې تښتېدلي مهاجرو ژوند کاوه.

د حماس په یوه اعلامیه کې چې د خپرېدو دقیق وخت ېې روښانه نه دی، ويل شوي چې روغتياپالان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د پېښې ټولو مړو ته رسيدګي وکړي. رويټرز تر څنګ دا هم لیکلي چې په سملاسی توګه د غزې روغتیاي چارواکو له خوا څه نه دي ويل شوي.

خو د اسرئيل پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې ځواکونو ېې د حماس د قوماندې او کنټرول یو مرکز چې د دغې ډلې قوماندانان او عملیاتی افراد پکې پټ ول، په نخښه کړی دی.

د اسرائيل پوځ زیاته کړې چې دوی د ملکيانو د مرګ ژوبلې د خطر د راکمولو په خاطر یو لړ اقدامات عملي کړي ول «چې په هغو کې د دقیقو مهماتو کارونه، هوايي نظارت او استخباراتي معلومات هم شامل دي.»

د اسرائيل پوځ ويلي چې په غزه کې ېې د شنبې ورځې حمله کې د حماس د قوماندې او کنټرول یو مرکز په نخښه کړی خو رپوټونه وايي هلته مهاجر میشت ول
د اسرائيل پوځ د شنبې ورځې حملې په تړاو ويلي چې دوی د ملکيانو د مرګ ژوبلې د خطر د راکمولو په خاطر یو لړ اقدامات عملي کړي ولانځور: Israeli Army/AFP

اما د اسرائيل پوځ په سملاسی توګه د هغو تلفاتو چې حماس ويلي، څه نه دي ويلي.

اسوشتید پریس بیا د فلسطين د روغتیایي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې د اسرائيل د شنبې ورځې حمله کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دغه آژانس ننۍ حمله د حماس او اسرائيل تر منځ د روانې جګړې په جریان کې یوه تر ټولو خونړۍ حمله بللې ده.

خبرځای په غزه کې د امبولانسونو او عاجلې څانګې په حواله ويلې چې دغه حمله د غزې په مرکز کې د تابین په نوم یو ښوونځي باندې شوې چې پکې ۴۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

بلنیکن د اسرائيل له دفاع وزیر سره خبرې کړي

امریکا متحده ایالاتو اسرائيل ته ويلي دي چې جګړې ته شدت «به د هېڅ لور په ګټه نه وي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير، انتوني بلینکن د اسرائيل دفاع وزير یوآف ګلانت ته پر ټيلفون ويلي چې د غزې جګړې ته د منځني ختيځ سرحدونو پر لور هر ډول شدت او پراختیا ورکول به په سیمه کې د ټولو ښکيلو خواو له پاره معکوسې پاېلې ولري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير، انتوني بلینکن
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير، انتوني بلینکن د اسرائيل دفاع وزير یوآف ګلانت سره پر ټيلفون خبرو کې ويلي چې جګړې ته شدت ورکول د هېڅ لور په ګټه نه دهانځور: Achmad Ibrahim/AP Photo/picture alliance

د امریکا خارجه وزارت تر دغه ټيلفوني تماس وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت د اسرائيل د امنیت په هکله د امریکا متحده ایالاتو پر ژمنې ټينګار وکړ او پر دې بحث وشو چې د جګړې شدت څرنګه د ټولو په ګټه نه دی.»

په اعلاميه کې زیاته شوې چې بلینکن ټينګار وکړ چې «په غزه کې د یوه اوربند هوکړې ته رسېدل فوري اړتیا» ده چې کېدای شي یرغملان ورسره آزاد او «په سرحدونو کې د سیمیز ثبات فضا رامنځ» ته کړي.

په غزه کې د حماس او اسرائيل تر منځ روانه جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل د حماس جنګیالیو تر یوې حملې وروسته پیل شوه. د حماس په یاده حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر يرغمل کړل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي چې د جګړې په دغه موده کې تر اوسه له ۳۹۶۰۰ ډېر فلسطينان وژل شوي او ۹۱۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د غزې د ۲ اعشاریه ۳ میلیونه نفوس څخه ۱ اعشاریه ۹ میلیونه ېې له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

حماس فلسطينۍ جنګیالۍ ډله د اسرائيل، امریکا متحده ایالاتو او آلمان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له لوري د تروریستي ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه: