1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن په سپينه ماڼۍ کي د آلمان له صدراعظمي سره گوري

۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبه

د المان صدراعظمه انګلا ميرکل او د امريکا ولسمشر جو بايدن په سپينه ماڼۍ کي د ملاقات پرمهال د ويلو ډېر څه لري. که څه هم چي د بايدن د کار له پيل راهيسي د برلين او واشنګټن ترمنځ روابط ښه سوي دي، بیا هم د نظر اختلاف سته.

https://p.dw.com/p/3wWmi
Bildkombo Angela Merkel und Joe Biden

د دواړو هیوادونو ترمنځ پراړیکو باندي د نورد سټریم ۲ پایپ لاین هم خپل اغیز اچولی چي ښايي د میرکل او بایدن ترمنځ په خبرو کې د بحث یوه مهمه موضوع وگرځي.

د خبرو اترو نوري موضوعګاني ښايي د نورو ترڅنگ د چین، امریکایي جزایي ګمرکي تعزیراتو، د افغانستان او د اوکراين په ختيځ کي کړکیچ، له ایران سره د اټومي تړون او د کرونا واکسین د امتیاز د حق او امریکا ته د اروپایانو پر سفر د بندیز په اړه وي.

نورډ سټریم ۲ د بالتیک بحر پایپ لاین

له روسیې څخه آلمان ته غزیدلی د گازو پایپ لاین موضوع چي تقریباً بشپړ دی، د پخوا په شان د برلین او واشنگټن ترمنځ یوه شخړه ایزه موضوع ده. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو حکومت د سږکال په می میاشت کي د نورد سټریم ۲ پایپ لاین د شرکت پر وړاندي بندیزونه لیري کړل، خو د ترانزیتي هیواد اوکراین د حقوقو د ساتلو په باب د مشخصو تدابیرو غوښتنه کوي.

Russland I Dänemark I Verlegeschiff Fortuna
انځور: Bernd Wuestneck/dpa/picture alliance

جزایی گمرکي محصولات

همدارنگه به د تجارتي موانعو په هکله هم د بایدن او میرکل ترمنځ خبري اتري ترسره سي. له یوې خوا به د متقابلو جزایي گمرکي تعزیراتو د شخړي په هکله، کومه چي له ۱۷ کلنو راهیسي روانه ده، خبري وسي. دغه شخړه تر ټولو دمخه د ایربس او بوینګ شرکتونو د سبسایډي په اړه ده. په جون میاشت کي د اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ یوه سرمشریزه کي فیصله وسوه چي دواړه خواوي به د پنځو کلونو له پاره له دغو گمرکي تعزیراتو څخه تیریږي.

Großbritannien NATO Gipfel | Merkel und Trump
د پخواني جمهوررییس ترمپ پر وخت د جرمني سره روابط خړ پړ وهانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

له بلي خوا خبره له اروپا څخه پر اوسپني او المونیمو باندي گمرکي محصولات دي چي تر بایدن مخکي جمهورریس ترمپ رامنځته کړي ول. اروپايي ټولني هم د دې په جواب کي پر امریکايي تولیداتو لکه ویسکي، کاوبای، د مالټې جوس او موټرسایکلونو باندي گمرکي محصولات لوړ کړل.

له چین سره اړیکي

د بایدن حکومت په اقتصادي برخو کي د چین هلو ځلو ته د یوه جیوپولیتیک چلنج په سترگه گوري. بایدن غواړي غربي متحدین په دې معتقد کړي چي د چين په مقابل کي یوه قوي جبهه جوړه کړي. خو میرکل بیا په جون میاشت کي ټینگار کړی وو چي، چین په ډیرو برخو کي رقیب دی، خو په عین وخت کي یو ملگری هم دی.

د کرونا واکسین د امتیاز د حق ساتل

د بایدن حکومت په می میاشت کي هغه وخت له غبرگونونو سره مخامخ سو، کله چي یې د کرونا واکسین د امتیاز د حق ساتنه د مؤقت وخت له پاره وځنډوله. واشنگټن څرگنده کړه چي دا یو ضروري کار دی تر څو د امکان ترحده ډېر کسان ژر واکسین سي.

خو جرمني بیا داسي یو اقدام په کلکه ردوي. میرکل څه وخت مخکي ويلي ول چي د امتیاز حق باید وساتل سي، خو تولید یې پراخ سي.

د امتیاز د حق په اړه خبري اتري په نړیوال تجارتي سازمان کي ترسره کیږي او دا معلومه نه ده چي میرکل او بایدن به اوس پر دغي موضوع بحث وکړي او که څنگه.

امریکامتحده ایالاتو ته پر سفر بندیز

د کرونا پاندیمي له امله اوس هم د ۲۰۲۰م کال په مارچ کي د هغو اروپایانو پر سفر د بندیز اعلان اعتبار لري چي غواړي امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي. خو اروپایانو بیا په جون میاشت کي د امریکایي اتباعو له پاره د سفر بنیدز لیري کړ. همدارنګه آلماني شرکتونه هم غواړي بیرته خپل کارکوونکي امریکا متحده ایالاتو ته واستوي. اکثره په دې هیله دي چي د میرکل او بایدن اوسنی لیدنه کتنه به په دې هکله یو تحرک رامنځته کړي.

 

GP7NZ/AG