1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا میرکل: په افغانستان کې تاوتریخوالی د منلو نه دی

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

انگلا میرکل په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچې لوړيدو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده. له ولسمشر غني سره د ويديو کنفرانس له لارې په خبرو کې هغې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث وکړ.

https://p.dw.com/p/3oVqM
Deutschland Afghanistan PK Merkel mit Ghani
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان لومړۍ وزیرې انگلا میرکل تېر ماښام (د جنورۍ ۲۷ نیټه) د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډيو کنفرانس له لارې د خبرو په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې لوړیدو اندیښمنه کړې ده.

 نوموړې وویل د افغان پلاوي او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو سره سره تاوتریخوالی لا هم په دې هیواد کې  روان دی او خلکو ته زیان رسیږي چې دا د منلو نه دی.

ميرکل په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ او ویې ویل چې د آلمان هڅې باید افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي.

په دغو خبرو کې ولسمشر غني په بېلا بېلو برخو کې د آلمان له مرستو مننه وکړه. هغه وویل دواړه هیوادونه به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له پاره له شته ټولو امکاناتو کار واخلي. دواړو چارواکو په دې ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه .

اړونده موضوع: د افغان مهاجرو پر اخراج باندي د میرکل پر ټینګار نیوکې

د آلمان لومړۍ وزیرې د ولسمشر غني د هغه وړاندیز هر کلی وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به  په هوایي دهلیزونو فکر کیږي تر څو د افغانستان تولیدات په ځانګړي ډول تازه او وچه میوه د آلمان مارکېټونو ته ورسېږي.    

 د سولې او مذاکراتو خبرې په داسې وخت کې کیږي چې په قطر کې د افغان پلاوي او طالبانو تر منځ خبرو کې پرمختګ نه بریښي او له څو ورځو را په دېخوا خبرې هم  نه دي شوي.

 افغانان هم روان تاوتریخوالي ته په کتو د سولې له دغو مذاکراتو ناخوښ دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په خپل وروستي رپوټ کې چې په دغه هیواد کې یې د تلفاتو په اړه خپور کړی ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۰ م کال کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې  ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ نورټپیان شوي دي.